Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 26 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپږويشتم زبور د نېک انسان دُعا
د حضرت داؤد يو زبور

1 اے مالِکه خُدايه، زما د بې‌ګناهۍ په حقله تاسو فېصله وکړئ، ځکه چې ما تل نېکى کړې ده، ما په مالِک خُدائ بې‌شکه باور کړے دے.

2 اے مالِکه خُدايه په ما آزمېښت وکړه او تيار مې کړه، زما د زړۀ او خيالونو آزمېښت وکړه.

3 خو زۀ ستا د بې‌شانه مينې نه همېشه خبر يم، نو ځکه زۀ ستا د حقيقت په مطابق ژوند تېروم.

4 زۀ د دروغژنو خلقو سره نۀ کښېنم، نۀ د مُنافقانو سره په لاره ځم،

5 د بدعملو د محفل نه زۀ نفرت کوم او نۀ زۀ د شريرانو ملګرتيا کوم.

6 زۀ خپل لاسونه د ګناه نه وينځم، اے مالِکه خُدايه، نو ستا قربان‌ګاه نه به طواف کوم.

7 زۀ به د شکرانې سندرې وايم او ستا ټول عجيبه کارونه به وايم.

8 زۀ مينه کوم مالِکه خُدايه ستا مقدس کور سره، چرته چې ستا جلالى حضور اوسيږى هغه ځائ سره.

9 ما د ګناهګارانو سره مۀ حسابوه، ما د قاتلانو سره مۀ مجرم کوه.

10 په ناپاکه منصوبو د هغوئ لاسونه سخا دى، د رشوت نه ډک هر وخت د هغوئ لاسونه دى.

11 خو زۀ داسې نۀ يم، زۀ په دُنيا کښې پاک اوسېږم، په ما شه مِهربانه او ما بچ کړه.

12 زۀ اوس په هوار مېدان ولاړ يم، زۀ به د ټول جماعت په وړاندې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وايم.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan