زبور 25 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځويشتم زبور د هدايت او حفاظت دپاره دُعا د حضرت داؤد يو زبور 1 زما مالِکه خُدايه، زۀ دُعا غواړم له تا، 2 اے زما پاکه خُدايه، زۀ توکل کوم په تا. ما شرمنده کېدو نه بچ کړه، مۀ پرېږده چې دشمنان کامياب شى په ما. 3 هيڅکله شرمنده به نۀ شى هغه څوک چې کوى يقين په تا، خو شرميږى به هغوئ چې د نورو سره کوى دوکه. 4 اے مالِکه خُدايه، ما ته خپلې لارې وښايه، خپلې لارې راته وښايه چې زۀ په هغې لاړ شم. 5 تۀ ما د خپل حقيقت خوا له بوځه او هم درس راکړه ما له، او هر وخت زۀ توکل کوم په تا اے زما خلاصونکى خُدايه. 6 اے مالِکه خُدايه هغه مينه او رحم دې در په ياد کړه خپله، چې کوله دې د ازله تا په خپله. 7 زما د ځوانۍ غلطۍ او ګناه مۀ يادوه خو ما د خپلې بېبها مينې په وجه يادوه، ځکه چې تۀ مهربان يې اے مالِکه خُدايه. 8 ښۀ مې مالِک خُدائ دے سم کارونه کوى، څوک چې وى بېلارې هغوئ ته نېغه لار سموى. 9 هغه عاجزان په سمه لار روانوى، او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى. 10 د مالِک خُدائ ټولې لارې دى ډکې د وفا او د مينې، د هغه چا دپاره چې ساتى د هغۀ د لوظ ټولې غوښتنې. 11 اے مالِکه خُدايه، د خپل پاک نوم د خاطره، راوبخښه کۀ هر څومره زما ګناه ده لويه. 12 څوک دى هغوئ چې د مالِک خُدائ نه يره کوى؟ هغه به دوئ ته هغه لار وښائى کومه چې دوئ دپاره غوره کول دى. 13 هغوئ به خپل ژوند په خير تېروى، د هغۀ اولاد ته به زمکه په ميراث کښې ورکوى. 14 مالِک خُدائ د هغه چا ملګرے دے څوک چې د هغۀ نه يريږى، هغوئ ته به د خپل لوظ شرطونه ورزده کوى. 15 زما نظر به همېشه د مالِک خُدائ طرف ته وى، هم هغه ما د دشمنانو د دام نه خلاصوى. 16 او خپل فضل په ما وکړه زما طرف ته راوګرځه، ځکه زۀ يواځې شوے يم بد حاله. 17 د بد نه بدتر شول زما غمونه، خلاص مې کړه تکليفونه. 18 زما غمونو او مصيبتونو ته توجو ورکړه او زما ټول ګناهونه ما ته معاف کړه. 19 ګوره څومره ډيريږى دشمنان زما ګوره چې دوئ څومره کرکه کوى له ما. 20 زما ژوند د دوئ نه په امان کړه ما وساته، ما مۀ شرموه چې راوړې مې ده پناه تا ته. 21 زما راستى زما نېکى دې پام وکړى په ما، ځکه چې په تا توکل کړے دے ما. 22 اے پاکه خُدايه، بنى اِسرائيل بچ کړه، د ټولو مشکلاتو نه يې خلاص کړه. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society