زبور 24 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅليريشتم زبور د جلال بادشاه د حضرت داؤد يو زبور 1 دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى، دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى. 2 په دريابونو باندې اېښى مالِک خُدائ د زمکې بنيادونه دى، دا زمکه يې په سمندر باندې آباده کړې ده. 3 د مالِک خُدائ غر ته څوک ورختلے شى؟ او څوک د هغۀ مقدس ځائ کښې ودرېدلے شى؟ 4 يواځې هغه څوک چې يې زړونه او لاسونه پاک وى، څوک چې د بُتانو عبادت نۀ کوى، او هيڅکله د دروغو قسمونه نۀ کوى. 5 دوئ ته به د مالِک خُدائ برکت مِلاو شى، او خپل خلاصونکى خُدائ پاک نه به صداقت حاصل کړى. 6 او هم داسې خلق ستا د مخ لټون کوى، اے د يعقوب خُدايه، دوئ به ستا طلب کوى. 7 اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى ورونو خلاص شئ، چې د جلال بادشاه دننه درشى. 8 هغه د جلال بادشاه څوک دے؟ هغه دے مالِک خُدائ چې ډېر قوى او زورَور دے، هغه مالِک خُدائ چې په جنګ کښې تکړه دے. 9 اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى وروڼو خلاص شئ، چې د جلال بادشاه دننه درشى. 10 هغه د جلال بادشاه څوک دے؟ هغه ربُ الافواج دے، هغه د جلال بادشاه دے. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society