زبور 21 - Pakistani Yousafzai Pashtoيويشتم زبور د کاميابۍ دپاره د مالِک خُدائ ثناء د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور 1 مالِکه خُدايه، بادشاه ستا په طاقت څنګه خوشحالى کوى. ځکه چې هغه ستا په فتح ورکولو څومره لويه خوشحالى کوى. 2 تا دے ورکړے د هغۀ د زړۀ ارمان تا نۀ دے رد کړے د هغۀ د خولې بيان. 3 تا هغه په ډېرو کاميابو او برکتونو معمور کړے دے تاج دې د خالص سرو زرو ورپه سر کړے دے. 4 چې د ژوند سوال يې له تا کړے دے نو تا يې سوال قبول کړے دے نو د تل دپاره تا د هغۀ ژوند اوږد کړے دے. 5 ستا په خلاصون او مدد هغۀ وموندو عزت، تا هغۀ له ورکړو شُهرت، شان او شوکت. 6 هغۀ له دې ورکړے برکت نۀ ختمېدونکے ورکړے خپل ديدار دې ورته زړۀ خوشحالوونکے. 7 ځکه چې بادشاه په مالِک خُدائ باندې ايمان لرى، د خُدائ تعالىٰ په مينه هغه به تل د تيندکونو نه بچ وى. 8 نو تۀ به خپل ټول دشمنان راګېر کړې، څوک چې درنه نفرت کوى نو هغه هر يو به په خپل ښى لاس راګېر کړې. 9 کله چې تۀ راښکاره شې په هغوئ به د بټۍ په شان اور بل کړې. مالِکه خُدايه ستا د غضب اور به دوئ تير کړى او ستا اور به يې تباه کړى. 10 تۀ به د هغوئ اولاد د زمکې نه جارُو کړې، تۀ به هغوئ له نسل ورنۀ کړې. 11 کۀ څۀ هم بدې ارادې لرى تا ته او نېتُونه يې خراب شى خو کاميابه به هيڅکله د هغوئ منصوبې نۀ شى. 12 تۀ به کړې هغوئ دې ته جوړ چې په شا شى دوئ چې کله ستا د ليندې غشو ته مخامخ شى. 13 راپاڅه اے مالِکه خُدايه، په خپل ټول قدرت، مونږ به ووايو سندرې او ثناء ستا د زور او طاقت. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society