Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 20 - Pakistani Yousafzai Pashto


شلم زبور د کاميابۍ دپاره دُعا
د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

1 په وخت د مصيبت کښې دې مالِک ستا فرياد واورى، د يعقوب د خُدائ پاک نوم دې د هر نقصان نه ستا حفاظت وکړى.

2 هغه دې ستا مدد وکړى د خپل مقدس ځائ نه او داسې به طاقت درکوى د صيون نه.

3 ټولې قربانۍ دې ستا قبولې کړى ټولې سوزېدونکې نذرانې دې ستا منظورې کړى.

4 هغه دې ستا د زړۀ ارمان پوره کړى کاميابه دې هغه ستا منصوبې کړى.

5 نو ستا په کاميابۍ به چغې د خوښۍ ووهو د خپل خُدائ د نوم جنډې به اوچتې کړُو. مالِک خُدائ دې جواب درکړى ستا د ټولو سوالونو.

6 اوس زۀ په دې پوهېږم چې مالِک خُدائ به خپل غوره شوے بادشاه بچ کړى، هغه به د خپل پاک آسمان نه جواب ورکړى په خپل لوئ طاقت سره به يې هغه بچ کړى.

7 څوک فخر کوى په جنګى ګاډو او څوک په آسونو، خو مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم فخر کوُو.

8 دا قومونه به په ګوډو شى او راوبه غورزيږى، خو مونږ به راپاڅو او ټينګ به ودرېږو.

9 ورکړه فتح زمونږ بادشاه له، اے مالِکه خُدايه، کله چې تا ته سوال کوُو مونږ ته جواب راکړه.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan