زبور 2 - Pakistani Yousafzai Pashtoدوېم زبور د خُدائ پاک غوره شوے بادشاه 1 قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بېفائدې سازشونه کوى؟ 2 د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول. 3 ”راځئ زنځيرونه به مات کړُو، د خُدائ د غلامۍ رسۍ به وغورزوُو.“ 4 مالِک خُدائ په هغوئ پورې خاندى، کوم چې آسمان کښې ناست دے هغه ورپورې ټوقې کوى. 5 نو بيا يې هغه په خپله غصه کښې رټى او په خپل قهر او غضب سره يې يروى. 6 مالِک خُدائ فرمائى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر، ما دے په صيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“ 7 زۀ بادشاه به د مالِک خُدائ د حُکم اِعلان وکړم، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم. 8 زما نه وکړه سوال، زۀ به درکړم ټول قومونه، زۀ ميراث کښې تا له در به کړم د دُنيا ټول جائيدادونه. 9 د خاورين لوښى په شان به يې تۀ ډکرې کړې، هغوئ به تۀ په سيخ د اوسپنې ټوټې کړې.“ 10 اے حکمرانانو هوښيار شئ، اے د دُنيا بادشاهانو خبردار شئ. 11 د يرې سره د مالِک خُدائ خِدمت کوئ، او په رپېدو سره د هغۀ خوشحالى کوئ. 12 د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ، نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ، هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society