Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 19 - Pakistani Yousafzai Pashto


نولسم زبور د دُنيا په پېدايښت کښې د خُدائ پاک جلال
د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

1 آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى، خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.

2 هره ورځ بلې ورځ پسې متواتر وېنا کوى، هره شپه بلې شپې پسې د هغۀ مشهورتيا کوى.

3 نۀ کوى خبرې خو په چپه خولۀ وينا کوى هيڅکله چا نۀ دے اورېدلے آواز يې.

4 خو د هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښې اورېدلے شوے وو، او د هغوئ کلام د دُنيا په آخرى حدونو پورې رسېدلے وو. نمر دپاره خُدائ کور جوړ کړے دے پاس په آسمان،

5 لکه زلمے چې د خپلې کمرې نه بهر راوځى، لکه څنګه چې يو پهلوان په خوشحالۍ د منډې دپاره ليواله وى.

6 خپله لاره جوړوى په آسمانونو د يو سر نه تر بله. د ګرمۍ نه يې هيڅ څيز پټېدے نۀ شى.

7 قانون د مالِک خُدائ کامِل دے، روح تازه کوى. هدايت د مالِک خُدائ باورى دے، د ساده نه هوښيار جوړوى.

8 حُکمونه د مالِک خُدائ رښتيا دى زړۀ خوشحالوى. د مالِک خُدائ حُکمونه پاک دى د ژوند پوهه ورکوى.

9 د مالِک خُدائ يره پاکه ده او تل به وى. حُکمونه د مالِک خُدائ درست دى هر يو په اِنصاف وى.

10 خواهش يې د زرو نه زيات دے، د سوچه زرو نه هم زيات دے، دا د شاتو نه هم ډېر خوږ دے، د هغه شاتو نه چې د ګبين نه راڅاڅى.

11 دا ما ستا خِدمتګار ته خبرتيا راکوى، هغه څوک يې چې منى لوئ اجر ورکوى.

12 څوک څنګه د خپل زړۀ په ګناه پوهېدے شى؟ ما پاک کړه د پټو خطاګانو نه.

13 د قصداً ګناهونو نه خپل خِدمتګار بچ کړه، چې راباندې غالب نۀ شى ما ترې خلاص کړه. نو داسې زۀ به بچ شمه د جرمونو نه، او بچ به شمه زۀ د لويو ګناهونو نه.

14 زما خبرې او زما د زړۀ خيالونه دې منظور شى تا ته، اے مالِکه خُدايه تۀ يې زما پناه ګاه او زما خلاصونکے يې.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan