Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 17 - Pakistani Yousafzai Pashto


اوولسم زبور د حضرت داؤد دُعا

1 اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره، زما د مدد کولو فريادونه واوره. زما دُعا ته ورکړه پاملرنه، په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.

2 ما بې‌ګناه ثابت کړه، ځکه ټول تا ته څرګند دى چې ښۀ کوى کارونه.

3 تا په شپه کښې زما د خيالونو او د زړۀ وکړل امتحانونه، پس د امتحان نه دې په ما کښې پېدا نۀ کړل غلط کارونه، اراده زما پخه ده په ژبه نۀ کړم ګناهونه.

4 ما منلى دى ټول ستا حُکمونه کوم چې ما ساتى د ظالمانو د لارو.

5 زۀ همېشه ستا په لاره يم روان، زۀ ستا نه نۀ يم اوړېدلے، يم دې پېروکار.

6 زۀ دُعا کومه تا ته، اے خُدايه، تۀ به راکړې جوابونه، کله چې دُعا کوم غوږ ونيسه ما ته قبول مې کړه سوالونه.

7 ما ته د خپلې لوئې مينې خواږۀ راوښايه، په خپل قُدرت دوئ بچ کوې تۀ له دشمنه څوک چې پناه غواړى له تا نه.

8 وساته ما داسې لکه ستا د سترګو تور په شان، د خپل وزرونو په سورى ما پټ کړه.

9 د بدعملو خلقو نه ما وساته چې په ما کوى حملې، ما وساته د بې‌رحمه دشمنانو نه چې يې واچولې ګېرې.

10 کلک کړى دى هغوئ خپل بې‌رحمه زړونه، واوره په خپله د هغوئ د لافو ډک کلامونه.

11 زما نه ګېرچاپېره شوى دى، زۀ يې نيولے يم، کوى دوئ د دې انتظار چې زمکې ته مې راوولى.

12 زما د وژلو په تلاش کښې دى دوئ لکه د اوږى ازمرى په شان، لکه د خپل ښکار په طمع پټ ناست چې وى زمرے ځوان.

13 اے مالِکه، راپاڅه، ودرېږه د دوئ خلاف، په ګوډو کړه شريران، ما د خپلې تُورې په زور له بدعملو نه بچ کړه.

14 اے مالِکه خُدايه، د خپل لاس په طاقت دې تباه کړه هغه خلق، څوک چې په دې دُنيا لټوى خپل اجرونه. خو په خېټه ماړۀ کړه خپل غوره شوى بنيادمان، د دوئ اولاد سره دې وى ډېر مالونه، په ميراث کښې دې پاتې شى ورته مال او دولتونه.

15 ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم، زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan