زبور 16 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپاړسم زبور په خُدائ پاک ايمان او يقين د حضرت داؤد يو زبور 1 اے پاکه خُدايه، ما وساته په خپل امان، پناه مې راوړه تا ته او شه مې نګهبان. 2 ما ووئيل مالِک خُدائ ته، ”تۀ زما مالِک يې، زما دغه ټول برکتونه او ښېګړې له تا نه دى.“ 3 په زمکه باندې ټول مؤمنان دى رښتينې شريفان، په دوئ کښې زما خوشحالى ده. 4 خو اخته به شى هغه خلق په خفګان چې د خُدائ نه غېر منى نور خُدايان. نۀ به اخلم برخه د هغوئ په قربانيانو نۀ به واخلم د هغوئ د معبودانو نومونه په زبان. 5 تۀ يې اے مالِکه خُدايه زما ټول نصيب او برکتونه، او زما د هر څيز ساتونکے يې تۀ په خپله. 6 تا ما له په برخه کښې راکړى دى ښۀ ځايونه، بېشکه چې عجيبه دى ستا ميراثونه. 7 زۀ به د هغه مالِک خُدائ ادا کړم ثناء او صِفتونه څوک چې ما له کوى هدايتونه، خپل زړۀ راته د شپې هم کوى لارښودنه. 8 مالِک خُدائ همېشه راسره دے زۀ په دې پوهېږم. هغه په خوا کښې راسره دے نو زۀ به نۀ غورزېږم. 9 نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم، ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم، 10 زما روح به تۀ پرې نۀ ږدې په عالمِ ارواح کښې، خاورې کېدو ته به پرې نۀ ږدې تۀ خپل قُدوس. 11 تۀ به ما ته د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society