زبور 149 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو سل او يو کم پنځوسم زبور د ثناء صِفت سرود 1 د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ. مالِک خُدائ ته يو نوے سرود ووايئ، د هغۀ ثناء صِفت د هغۀ د مؤمنانو په ډله کښې بيان کړئ. 2 بنى اِسرائيل دې د خپل خالق سره خوشحالى وکړى، د صيون خلق دې د خپل بادشاه سره خوشحاله وى. 3 هغوئ دې د هغۀ د نوم ثناء صِفت په ګډا کښې بيان کړى، او هغۀ ته دې په تمبل او رباب سره موسيقى وغږوى. 4 ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره خوشحاليږى، او هغه عاجزانو ته د خلاصون تاج ورپه سروى. 5 مقدسين دې د هغۀ په عزت ورکولو سره خوشحاله شى، او په خپلو بسترو کښې دې د خوشحالۍ سندرې وائى. 6 د خُدائ پاک ثناء صِفت دې د هغوئ په خُلو وى او دوه مخيزه تُوره دې د هغوئ په لاسونو کښې وى، 7 ترڅو په زور سره د قومونو نه بدل واخلى، او چې د هغوئ خلقو ته سزا ورکړى، 8 چې د هغوئ بادشاهان په هتکړُو کښې وتړى او د هغوئ مشران دې په بيړو کښې وتړى، 9 او چې څنګه فېصله د هغوئ په خلاف ليکلے شوې ده هغه شان وشى. دا د هغۀ ټولو مقدسينو ته جلال دے. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society