Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 148 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او اتۀ څلوېښتم زبور د مالِک خُدائ ثناء صِفت کول

1 د آسمانونو نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت په اوچتو آسمانونو کښې وکړئ.

2 د هغۀ ټولو فرښتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، ټولو آسمانى مخلوقاتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

3 اے نمر او سپوږمۍ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، ټولو ځلېدونکو ستورو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

4 اوچتو آسمانونو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، په آسمان کښې بره اوبو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

5 هغوئ ټول دې د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړى، ځکه چې د هغۀ په حُکم دوئ پېدا شوى دى.

6 او هغوئ يې د تل دپاره په خپل ځايونو مقرر کړې دى، او هغۀ ورته قانون مقرر کړو چې هيڅکله نۀ ختميږى.

7 د زمکې نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، اے د لويو سمندرونو مخلوقه او د ټولو سمندرونو لاندې بېخ کښې چې اوسېږئ.

8 برېښنا او ږلۍ، واورو او وريځو، طوفانى بادونو چې تاسو د هغۀ حُکم منئ.

9 تاسو غرونو او ټولو غونډو، مېوه دارو ونو او ټولو ديارونو.

10 ځنګلى ځناورو او ټولو څاروو، ښوئېدونکې مخلوقه، او د هوا مارغانو،

11 د زمکې بادشاهانو او ټولو قومونو، تاسو ټولو شهزادګانو او د دُنيا بادشاهانو،

12 اے ټولو ځوانانو او پېغلو، بوډاګانو او ماشومانو.

13 ټول دې د مالِک خُدائ د نوم لوئى بيانوى، ځکه چې صرف د هغۀ نوم لوئ دے، او د هغۀ شان او شوکت په زمکې آسمانونو باندې دے.

14 هغۀ خپل قوم دپاره د فخر ښکر پورته کړے دے، ترڅو د هغۀ ټول نېک او مقدس خلق د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى، يعنې بنى اِسرائيل چې هغۀ ته نزدې دى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan