زبور 147 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو سل او اووۀ څلوېښتم زبور د مالِک خُدائ ثناء صِفت 1 د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ. دا څومره ښه ده چې مونږ د خپل خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو، او څومره د خوښې خبره ده چې مونږ د هغۀ ثناء وکړُو. 2 مالِک خُدائ يروشلم بيا آبادوى، هغه د بنى اِسرائيلو شړلى خلق راغونډوى. 3 هغه مات زړونه روغوى، او د هغوئ په زخمونو پټئ لګوى. 4 هغۀ ته د ټولو ستورو د شمېر پته ده، او هر يو ستورى ته په نامه آواز کوى. 5 زمونږ مالِک خُدائ لوئ او په طاقت کښې زورَور دے، او د هغۀ د پوهې څۀ حد نشته دے. 6 مالِک خُدائ د عاجزانو ساتنه کوى، خو شريران زمکې ته راغورزوى. 7 په شُکر ګزارۍ سره د مالِک خُدائ حمد و ثناء ووايئ، او زمونږ خُدائ پاک ته په رباب سره ساز وغږوئ. 8 هغه آسمان په وريځو کښې پټوى، او هغه په زمکه بارانونه راوروى، او په غرونو او غونډو واښۀ راشنۀ کوى. 9 هغه ځناورو ته خوراک ورکوى، او کارغانو بچو ته کله چې وچغيږى خوراک ورکوى. 10 د هغۀ خوشحالى د آس په طاقت کښې نۀ ده، او نۀ د هغۀ خوشحالى د انسان په طاقت کښې ده. 11 او مالِک د هغوئ نه خوشحاله وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په نۀ ختمېدونکې مينه باندې اُميد ساتى. 12 د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه، اے يروشلمه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړه، اے صيونه. 13 او هغه ستا د دروازو اړمونه او دُرشلى مضبوطوى، او په تا کښې اوسېدونکو ته برکت ورکوى. 14 هغه ستا سرحدونه په سلامتۍ کښې ساتى، او د ټولو نه په ښو غنمو باندې دې معموروى. 15 هغه چې خپل احکام زمکې ته ورولېږى، نو د هغۀ حُکم په منډه خوريږى. 16 هغه واوره لکه د وړۍ خوروى، او واوره لکه د ايرو په شان زغلوى. 17 هغه د کاڼو په شان ږلۍ ورَوى د هغۀ د واورې طوفان ته څوک ټينګېدے شى؟ 18 هغه خپل کلام رالېږى او واوره پرې ويلى کيږى، هغه خپلې هواګانې رالېږى او اوبۀ ترې راروانې شى. 19 هغۀ خپل کلام يعقوب ته ورښکاره کړو، او خپل شريعت او قانون يې بنى اِسرائيلو ته ښکاره کړو. 20 هغۀ داسې د بل قوم دپاره کړى نۀ دى، هغوئ د دۀ په شريعت نۀ پوهيږى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society