Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 146 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او شپږ څلوېښتم زبور د مالِک خُدائ ابدى وفادارى

1 د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه، اے زما ځانه.

2 زۀ به په خپل ټول ژوند کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، او ترڅو چې زۀ ژوندے يم د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوم.

3 او په شهزادګانو توکل مۀ کوئ، په فانى انسان توکل مۀ کوئ څوک چې خلاصون نۀ شى ورکولے.

4 کله چې ترې روح وځى نو خاورو سره خاورې شى، او په هم هغه ورځ يې ټولې منصوبې خرابې شى.

5 بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى، او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.

6 ځکه چې هغۀ آسمانونه او زمکه، سمندر او څۀ چې په کښې دى پېدا کړى دى او هغه تل وفادار دے.

7 هغه په خپله د مظلومانو مقدمه چلوى، او اوږى ته خوراک ورکوى. مالِک خُدائ قېديان آزادوى.

8 مالِک خُدائ ړندو ته نظر ورکوى. او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى، مالِک خُدائ د صادقانو سره مينه کوى.

9 مالِک خُدائ د مسافرو خيال ساتى، او يتيمانو او کونډو ته خوراک ورکوى، خو هغه د بدعملو منصوبې او طريقې خرابوى.

10 مالِک خُدائ د تل دپاره بادشاهت کوى، د ټولو نسلونو دپاره اے صيونه. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan