Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 145 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او پينځۀ څلوېښتم زبور د ثناء صِفت سرود
د حضرت داؤد د حمد‌و‌ثناء يو زبور

1 اے زما پاکه خُدايه، بادشاه، زۀ به ستا لوئى بيانوم، او زۀ به د تل دپاره ستا د نوم ثناء صِفت کوم.

2 زۀ به هره ورځ ستا ثناء صِفت وکړم، زۀ به د تل دپاره ستا د نوم لوئى بيان کړم.

3 مالِک خُدائ لوئ دے او د ډېر ثناء صِفت قابل دے، د هغۀ لوئى هيڅوک هم معلومولے نۀ شى.

4 يو نسل به بل نسل ته ستا د کارونو ستائينه کوى، او دوئ به ستا د لويئ کارونه بيانوى.

5 هغوئ به ستا د جلالى شان او شوکت او د لويئ خبرې کوى، زۀ به ستا په عجيبه کارونو فکر وکړم.

6 هغوئ به ستا د هيبتناکه کارونو په حقله خبرې وکړى، او زۀ به ستا د لويو کارنامو بيان وکړمه.

7 هغوئ به ستا د بې‌اندازې ښۀ‌والى جشن کوى، او په خوشحالۍ سره به ستا د صداقت سندرې غږوى.

8 مالِک خُدائ رحيم او مهربان دے، زر نۀ په غصه کيږى او ډېره مينه کوى.

9 مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے.

10 اے مالِکه خُدايه، ستا مخلوق دې ستا شُکر وکړى، ستا مقدسين دې ستا ثناء صِفت وکړى.

11 دوئ به ستا د بادشاهت د جلال خبرې وکړى، او دوئ به ستا د قدرت خبرې وکړى،

12 نو چې ستا په طاقتمند کارونو ټول خلق پوهه شى، او ستا د بادشاهت د جلالى شان او شوکت نه خبر شى.

13 ستا بادشاهى د تل بادشاهى ده، ستا حکومت په ټولو نسلونو کښې پاتې کېدونکے دے. مالِک خُدائ په خپلو ټولو وعدو وفادار دے، او هغه په خپلو ټولو پېدا کوونکو مِهربانه دے.

14 مالِک خُدائ هغوئ ټول اوچتوى څوک چې را‎پرېوځى، او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى.

15 او د ټولو سترګې تا ته دى، او تۀ ټولو ته په صحيح وخت کښې خوراک ورکوې.

16 مالِکه خُدايه چې خپل لاس پرانيزې، په خپله د هر يو ژوندى څيز لوږه تنده ختموې.

17 مالِک خُدائ په خپلو ټولو کارونو کښې صادق دے، او هغه په خپلو ټولو پېدا کوونکو مِهربانه دے.

18 مالِک خُدائ هغه ټولو ته نزدې دے څوک چې ورته آواز کوى، هغوئ ټولو ته نزدې دے څوک چې په رښتيا ورته آواز کوى.

19 څوک چې د هغۀ نه يريږى د هغوئ ټولو ارمانونه پوره کوى، او هغه د دوئ ژړا اورى او خلاصون ورکوى.

20 مالِک خُدائ د هغوئ خيال ساتى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى، خو هغه به ټول شريران تباه کړى.

21 زما خولۀ به د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، او ټول مخلوق به د هغۀ د مقدس نوم د تل دپاره ثناه صِفت کوى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan