زبور 143 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو سل او درې څلوېښتم زبور د حضرت داؤد يو زبور 1 اے مالِکه خُدايه، زما دُعا واوره، زما ژړا ته د رحم دپاره غوږ ونيسه، په خپله وفادارۍ او صداقت سره دې زما مدد دپاره راشه. 2 او خپل خِدمتګار دې د عدالت دپاره مۀ راوله، ځکه چې ستا په وړاندې څوک هم بېګناه نۀ دى. 3 دشمن راپسې لګېدلے دے ما په زمکه ښکته غورزوى، هغۀ زۀ په زور په تورو تيارو کښې اوسولم لکه د هغه خلقو چې ډېر مخکښې مړۀ شوى دى. 4 نو ځکه روح مې په بدن کښې کمزورے کيږى، نو دغه شان د يرې نه زما زړۀ په ما کښې ودريږى. 5 کله چې زۀ پخوانى وختونه رايادوم، نو زۀ ستا په کارونو سوچ کوم، کوم کارونه چې ستا لاسونو کړى دى په هغوئ فکر کوم. 6 زۀ تا ته د دُعا دپاره لاسونه پورته کوم، زما ځان لکه د للمې زمکې ستا تږے دے. 7 اے مالِکه خُدايه، ما ته زر جواب راکړه، زۀ نااُميده شوے يم. ما نه خپل مخ مۀ اړوه، نو ګنې زۀ به د هغوئ په شان شم څوک چې ښکته قبر ته روان وى. 8 سحر دې ستا د تل عُمرى مينې کلام راوړى، ځکه چې زۀ په تا باندې يقين لرم. ما ته هغه لار راوښايه چې زۀ پرې لاړ شم، ځکه چې تا ته ما خپل ځان په دُعا کښې پورته کړے دے. 9 ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، اے مالِکه خُدايه، ځکه چې زۀ د پناه دپاره تا ته را زغلم. 10 ستا د رضا پوره کولو ما ته تعليم راکړه، ځکه چې تۀ زما خُدائ پاک يې. ستا نېک روح دې په هوار مېدان کښې زما رهنمائى وکړى. 11 د خپل نوم په خاطر دې، مالِک خُدايه، زما ژوند بچ کړه. په خپل صداقت دې ما تکليفونو نه راوباسه. 12 تۀ ما سره د خپلې نۀ ختمېدونکې مينې په وجه زما دشمنان خاموشه کړه، زما ټول دشمنان تباه کړه، ځکه چې زۀ ستا خِدمتګار يم. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society