Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 142 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او دوه څلوېښتم زبور
د حضرت داؤد يو مشکيل، هغه دُعا چې کله هغه په غار کښې وو

1 زۀ په زوره مالِک خُدائ ته ‎ژړا کوم، او ما د رحم دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړو.

2 زۀ خپل فريادونه د هغۀ په وړاندې کوم، د هغۀ په وړاندې زۀ خپل مصيبت بيانوم.

3 کله چې زما روح په ما کښې کمزورے شى، نو دا تۀ يې چې زما په لارو پوهېږې. په کومو لارو چې زۀ روان يم نو په هغه لارو کښې يې ما دپاره دام پټ لګولے دے.

4 وګوره زما ښې طرف ته وګوره هيڅوک زما پرواه نۀ کوى، زما پناه ګاه نشته هيڅوک زما د ژوند پرواه نۀ کوى.

5 زۀ تا ته ژړا کوم، اے مالِکه خُدايه، زۀ دا وايم چې، ”تۀ زما پناه ګاه يې، او تۀ د ژوندون په دُنيا کښې زما برخه يې.“

6 زما ژړا تۀ واوره، ځکه چې زۀ ډېر سخت محتاجه يم. څوک چې ما ګېرول غواړى د هغوئ نه ما بچ کړه، ځکه چې دوئ زما نه ډېر زورَور دى.

7 تۀ ما د قېد نه خلاص کړه، چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړم. نو بيا به صادقان رايوځائ شى زما په حقله، ځکه ستا د مهربانۍ په وجه.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan