زبور 141 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو سل او يو څلوېښتم زبور د ماښام دُعا د حضرت داؤد يو زبور 1 اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال زارى کومه ما له زر راشه، زما آواز اوره کله چې زۀ درته سوال کوم. 2 زما دُعا دې ستا په حضور کښې د خوشبو په شان شى، او زما د لاسونو اوچتول دې تا ته لکه د ماښام د قربانۍ په شان قبول شى. 3 اے مالِکه خُدايه، زما خولۀ قابو کړه، او زما په شونډو نظر وساته. 4 زما زړۀ دې په بدو لارو لاړ نۀ شى، او نۀ دې د بدکارو په کارونو کښې حِصه واخلى. او نۀ دې خطاکارو سره مل شى، ما د هغه خلقو د خوندور خوراکونو د خوړلو نه وساته. 5 کۀ نېک سړے ما وډبوى دا به مهربانى وى، او د هغۀ رټل به زما دپاره په سر باندې د تېلو په شان وى، او زما سر به د دې تېلو نه اِنکار نۀ کوى، خو زما دُعا به تل د بدعملو د کارونو په خلاف وى. 6 کله چې د دوئ بادشاهان د کمرونو نه راوغورزيږى، نو بدعمله به دا زده کړى چې زما وېنا خوږه وه. 7 لکه څنګه چې د زمکې په قلبې سره کاڼى برسيره شى، نو دغه شان به زمونږ هډُوکى د قبر په خولۀ کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. 8 خو زما سترګې ستا په طرف دى، اے قادر مطلق خُدايه، او ستا نه پناه غواړم ما مرګ ته مۀ حواله کوه. 9 ما د هغه لټ نه وساته کوم چې دوئ زما دپاره اېښے دے، ما د هغه دامونو نه وساته چې بدعملو زما دپاره خوارۀ کړى دى. 10 بدعمله دې په خپلو دامونو کښې راګېر شى، چې داسې زۀ ترې بچ شمه. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society