زبور 140 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو سل او څلوېښتم زبور د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور 1 اے مالِکه خُدايه، د بدکارانو نه ما بچ کړه، او د ظالمانو انسانانو نه ما وساته، 2 او څوک چې د شرارت منصوبې په خپلو زړونو کښې جوړوى او هره ورځ جنګ تودهوى. 3 دوئ خپلې ژبې لکه د ښامار په شان تېروى، او د چمچمار زهر يې په شونډو پراتۀ وى. 4 اے مالِکه خُدايه، ما د بدکارانو د لاس نه محفوظ کړه، او ما د ظالمانو نه بچ کړه، څوک چې زما د پښو ګېرولو دپاره منصوبې جوړوى. 5 کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى، او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى. او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى. 6 ما مالِک خُدائ ته ووئيل، تۀ زما خُدائ پاک يې. اے مالِکه خُدايه، د رحم دپاره زما سوال زارى واوره. 7 اے قادره مالِکه خُدايه، زما قوى خلاصونکيه، څوک چې د جنګ په ورځ زما سر پټوى. 8 د بدکارانو ارمانونه تۀ مۀ پوره کوه، اے مالِکه خُدايه، او د دوئ منصوبې کاميابېدو ته مۀ پرېږده، هسې نه چې دوئ مغروره شى. 9 او څوک چې ما نه راتاو دى د هغوئ سرونه دې په مصيبت کښې راګېر شى، او په هغه مصيبت کښې چې کوم د هغوئ شونډو جوړ کړے دے. 10 بلې شوې سکروټې دې په هغوئ راپرېوځى، او هغوئ دې په اور کښې وغورزولے شى، او هغوئ دې چکړو دلدل ته وغورزيږى چې بيا ترې راوتلے نۀ شى. 11 غېبت کوونکى دې په دې مُلک کښې کامياب نۀ شى، او په ظالمانو دې ناګهانه افت راشى. 12 زۀ په دې پوهېږمه چې مالِک خُدائ به غريبانانو له اِنصاف ورکړى، او هغه د حاجتمندو مقدمه په خپل لاس کښې اخلى. 13 او بېشکه چې نېکان به ستا د نوم ثناء صِفت وکړى، او صادقان به ستا په حضور کښې ژوند وکړى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society