زبور 14 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅوارلسم زبور د بېدينو کم عقلتوب د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور 1 ”نشته دے خُدائ،“ په خپل زړۀ کښې وائى کم عقلان، دوئ دى فاسدان ښۀ عمل يې نشته يو هم داسې نشته چې وى نېکان. 2 مالِک پاس د آسمان نه ګورى ټول بنيادمان هغه ګورى چې په رښتيا په دُنيا شته داسې پوهان، څوک شته په دې دُنيا د خُدائ متلاشيان. 3 نشته يو هم نشته ټول دى اوړېدلى په غلطه لار روان، نشته دے يو کس هم چرته نشته دے نېکان. 4 ولې دوئ نۀ زده کوى څوک چې دى بدکاران، دوئ خورى لکه روټۍ زما خلق انسانان مالِک ته به د دُعا فکر ونۀ کړى دا بدکاران؟ 5 په سخته يره کښې به پراتۀ وى بدکاران، ځکه پاک خُدائ مل دے د صادقانو. 6 اے بدکارانو تاسو په غريبانانو ظلم کوئ، خو مالِک خُدائ دے د خپلو خلقو نګهبان. 7 څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى اِسرائيليان، کله چې مالِک خُدائ بيا آباد کړى خپل قوميان، يعقوب به خوشحالى وکړى او خوشحاله به شى اِسرائيليان. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society