Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 138 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او اتۀ دېرشم زبور
د حضرت داؤد د شُکر ګزارۍ سرود

1 زۀ به د زړۀ د اخلاصه، ستا ثناء صِفت وکړم، اے مالِکه خُدايه، او د نورو معبودانو په وړاندې به زۀ ستا د شُکر ګزارۍ سندرې ووايم.

2 زۀ به ستا مقدس کور طرف ته سجده وکړم، او زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت ادا کړم، ځکه چې تۀ ډېر مينه ناک او وفادار يې، او تا په ټولو څيزونو باندې خپل نوم او کلام اوچت کړو.

3 ما چې کله هم تا ته سوال زارى کړې ده، تا قبوله کړې ده، تا زۀ په طاقت ورکولو تکړه او زړَور کړم.

4 اے مالِکه خُدايه، د دُنيا ټول بادشاهان دې ستا ثناء صِفت وکړى، چې کله دوئ ستا د خولې کلام واورى.

5 دوئ دې د مالِک خُدائ د طريقو ثناء صِفت وکړى، ځکه چې د مالِک خُدائ جلال لوئ دے.

6 کۀ څۀ هم چې مالِک خُدائ ډېر اوچت دے، خو بيا هم د ښکته خلقو خيال ساتى، خو هغه کبرژن د ډېر لرې نه پېژنى.

7 زۀ کۀ څۀ هم د مصيبتونو په مينځ کښې ګرځم، تۀ زما ژوندون بچ کوې. تۀ خپل لاس زما د دشمنانو د غصې په خلاف راوږدوې، د خپل ښى لاس سره دې ما بچ کوې.

8 مالِک خُدائ به زما دپاره خپل مقصد پوره کړى، ستا مينه، اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره پاتې کيږى، د خپلو لاسونو کارونه مۀ پرېږده.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan