زبور 137 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو سل او اووۀ دېرشم زبور 1 نو مونږ د بابل د سيند په غاړه کښېناستلو او ومو ژړل، هرکله چې صيون مونږ ته به راپه ياد شو. 2 هلته په چنارونو کښې مونږ خپل ربابُونه راوېزاند کړى وُو، 3 ځکه چې هلته زمونږ قابضينو په مونږ سندرې وئيلى، او مونږ ته تکليف رسوونکو زمونږ نه د خوشحالۍ د سندرو خواهش کولو، دوئ مونږ ته وئيل چې، ”مونږ ته د صيون د سندرو نه يوه ووايئ.“ 4 نو مونږ د مالِک خُدائ سندرې څنګه ووايو هرکله چې مونږ په پردى مُلک کښې يُو؟ 5 کۀ چرې زۀ تا هېر کړمه يروشلم، نو زما ښى لاس نه دې خپل هُنر هېر شى. 6 زما ژبه دې زما تالو پورې ونښلى، کۀ چرې تۀ ما ته ياد نۀ يې، او کۀ چرې زۀ يروشلم د ټولو نه خپله لويه خوشحالى نۀ ګڼم. 7 اے مالِکه خُدايه، ادوميان راياد کړه، چې څۀ يې کړى وُو، په کومه ورځ چې يروشلم رانسکور شوے وو. هغوئ چغې وهلې چې، ”وران يې کړئ، او چې د بنيادونو پورې يې وران کړئ.“ 8 اے د بابل خلقو، تباه شئ، هغه دې خوشحاله وى څوک چې تا ته بدل درکړى، کوم کارونه چې تا مونږ سره وکړل. 9 هغه به خوشحاله وى څوک چې ستا ماشومان ګرفتاروى، او د ګټانو سره ورله ډغرې ورکوى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society