Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 136 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او شپږ دېرشم زبور
د شُکر ګزارۍ سرود

1 د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے. د هغۀ مينه ابدى ده.

2 د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړئ، چې د معبودانو خُدائ پاک دے. د هغۀ مينه ابدى ده.

3 د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ چې د مالِکانو مالِک خُدائ دے. د هغۀ مينه ابدى ده.

4 د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چې صرف هغه لوئې معجزې کوى، د هغۀ مينه ابدى ده.

5 او هغه چا چې آسمانونه يې په حِکمت سره پېدا کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.

6 او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې زمکه د اوبو دپاسه خوره کړله، د هغۀ مينه ابدى ده.

7 او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې آسمانى رڼاګانې پېدا کړې، د هغۀ مينه ابدى ده.

8 نمر په ورځ باندې بادشاهى کوى، د هغۀ مينه ابدى ده.

9 سپوږمۍ او ستورى په شپه باندې حکومت کوى، د هغۀ مينه ابدى ده.

10 د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې مِصريانو له وړومبى پېدا شوى هلاک کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.

11 هغۀ بنى اِسرائيل د مِصر د مينځ نه راوويستل، د هغۀ مينه ابدى ده.

12 چا چې په هغه وخت د خپل طاقت او قدرت څرګندونه وکړه، د هغۀ مينه ابدى ده.

13 او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې بحرِقُلزم په مينځ دوه کړو، د هغۀ مينه ابدى ده.

14 او هغۀ بنى اِسرائيل د دې په مينځ کښې بوتلل، د هغۀ مينه ابدى ده.

15 خو فِرعون سره د نوکرانو په بحرِقُلزم کښې غرق شو، د هغۀ مينه ابدى ده.

16 او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې د خپلو خلقو په بيابان کښې لارښودنه وکړله، د هغۀ مينه ابدى ده.

17 د هغۀ شُکر ګزارى کوئ چا چې لوئ بادشاهان رانسکور کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.

18 او هغۀ تکړه بادشاهان هلاک کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.

19 سيحون د اموريانو بادشاه يې مړ کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده.

20 عوج د بسن بادشاه يې مړ کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده.

21 او هغۀ د هغوئ مُلک دوئ ته په ميراث کښې ورکړو، د هغۀ مينه ابدى ده.

22 او په ميراث کښې يې خِدمتګار بنى اِسرائيل ته ورکړو، د هغۀ مينه ابدى ده.

23 د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا ته چې مونږ د کمزورتيا په حالت کښې ياد وُو، د هغۀ مينه ابدى ده.

24 او مونږ يې د خپلو دشمنانو نه خلاص کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده.

25 او څوک چې هر يو مخلوق ته رزق ورکوى، د هغۀ مينه ابدى ده.

26 د آسمانونو د خُدائ شُکر ادا کړئ، د هغۀ مينه ابدى ده.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan