زبور 135 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو سل او پينځۀ دېرشم زبور د حمد و ثناء سرود 1 د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ، اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو تاسو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، 2 تاسو څوک چې د مالِک خُدائ کور کښې خِدمت کوئ، زمونږ د خُدائ پاک د کور په دربار کښې. 3 د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې مالِک خُدائ ښۀ دے، د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ. ځکه چې ډېره مزه کوى. 4 ځکه چې مالِک خُدائ يعقوب غوره کړو، د دې دپاره چې هغه د هغۀ شى، او بنى اِسرائيل چې د هغۀ خاص ملکيت شى. 5 زۀ پوهېږم چې مالِک خُدائ لوئ دے، زمونږ مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے. 6 مالِک خُدائ هغه څۀ کوى څۀ چې هغه خوشحالوى، په ټوله زمکه او آسمانونو کښې، په سمندرونو کښې او د هغۀ په ټولو ژورو ځايونو کښې. 7 د زمکې د آخر سر نه هغه وريځې راپورته کوى، او هغه باران سره برېښنا رالېږى او هغه هوا د خپلو ذخيرو نه رالوځوى. 8 هغۀ وړومبى پېدا شوى ماشومان ووژل د مِصريانو، وړومبى پېدا شوى د سړو او د ځناورانو. 9 هغۀ په مِصر کښې معجزې او عجيبه کارونه وکړل، د فِرعون او د هغۀ د ټولو نوکرانو په خلاف. 10 هغۀ ډېرو قومونو ته شکست ورکړو او هغۀ طاقتور بادشاهان ووژل، 11 د اموريانو بادشاه سيحون د بسن بادشاه عوج، هغۀ د کنعان ټول بادشاهان ووژل. 12 او هغۀ د هغوئ مُلک په ميراث کښې ورکړو، او خپلو خلقو بنى اِسرائيلو ته يې په ميراث کښې ورکړو. 13 ستا نوم مالِکه خُدايه د تل دپاره ياديږى، او ستا نوم به په ټولو نسلونو کښې ياديږى. 14 ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو اِنصاف کوى، او هغه په خپلو خِدمتګارانو رحم کوى. 15 د قومونو بُتان چې د سرو زرو او سپينو نه جوړ شوى دى، د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى. 16 د هغوئ خولې شته خو خبرې نۀ شى کولے، د هغوئ سترګې شته خو ليدل نۀ شى کولے، 17 د هغوئ غوږونه شته خو اورېدل نۀ شى کولے، او نۀ هغوئ په خولۀ ساه اخستلے شى. 18 څوک چې دا بُتان جوړوى دوئ به هم د دې په شان وى څوک چې پرې ايمان لرى هغوئ به هم د دې په شان وى. 19 اے د بنى اِسرائيل خاندانه د مالِک خُدائ ثناء ووايئ، اے د هارون خاندانه د مالِک خُدائ ثناء ووايئ، 20 اے د ليويانو خاندانه د مالِک خُدائ صِفت کوئ، او تاسو څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېږئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ، 21 د صيون نه دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى، هغۀ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society