زبور 132 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو سل او دوه دېرشم زبور يروشلم ته د ختلو سرود 1 اے مالِکه خُدايه داؤد ياد ساته او ټول هغه کړاونه کوم چې هغۀ وزغمل ياد ساته. 2 هغۀ د مالِک خُدائ سره قسم وخوړلو او د يعقوب د قادر مطلق خُدائ پاک سره يې وعده وکړه، 3 ”او زۀ به خپل کور ته نۀ ورننوځم او نۀ به خپل کټ کښې آرام وکړم. 4 او نۀ به سترګې پټې کړم او نۀ به سترګې مرغۍ کېدو ته پرېږدم، 5 تر دې چې مالِک خُدائ له ځائ پېدا کړم، او د يعقوب قادر خُدائ له د اوسېدو ځائ پېدا کړم.“ 6 مونږ د لوظ صندوق ذکر په اِفراته کښې واورېدلو، او مونږ هغه د يعريم په مُلک کښې وموندلو. 7 ”راځئ چې مونږه د هغۀ د اوسېدو ځائ ته لاړ شُو، راځئ چې د هغۀ د پښو چوکۍ په وړاندې هغۀ ته سجده وکړُو.“ 8 مالِکه خُدايه پاڅه او خپل مقدس عرش ته دې راشه، خپل د لوظ صندوق سره چې ستا د قدرت نښه ده. 9 ستا اِمامان دې د صداقت جامې واچوى، او ستا مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى. 10 ستا د خِدمتګار داؤد په خاطر خپل غوره شوى دې مۀ رد کوه. 11 مالِک خُدائ د خپل خِدمتګار داؤد سره قسم وکړو يو داسې پوخ قسم چې هغه به نۀ ماتوى، ”چې زۀ به يو کس ستا د نسل نه ستا په تخت کښېنوم. 12 کۀ ستا زامن زما لوظ پوره وساتى او ستا هغه اصُول منى کوم چې ورته وښايم، نو بيا به د هغوئ زامن تر ابده پورې ستا په تخت ناست وى.“ 13 ځکه چې مالِک خُدائ صيون خوښ کړے دے، هغۀ د اوسېدو دپاره دغه ځائ خوښ کړے دے، 14 ”دا زما تر ابده پورې د آرام ځائ دے، او هلته به زۀ په تخت کښېنم د کوم چې ما خواهش کړے وو. 15 دا به زۀ په ډېر پېداوار باندې بختور کړم، او د هغې غريبان به زۀ په خوراک باندې ماړۀ کړم. 16 زۀ به د خلاصون جامې ورواغوندم د دې اِمامانو ته، د هغې مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى. 17 دلته به زۀ د داؤد د فخر ښکر جوړ کړم، د خپل مقرر شوى کس دپاره به ډيوه بله کړم. 18 زۀ به د هغې دشمنانو ته د شرم جامې واغوندم، او د هغۀ په سر تاج به د لوئې مرتبې وى.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society