Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 130 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او دېرشم زبور
يروشلم ته د ختلو سرود

1 اے مالِکه خُدايه، لاندې د ژورې نه تا ته ژړا کومه،

2 مالِکه خُدايه، زما ژړا ته غوږ شه، او په ما رحم وکړه.

3 اے مالِکه خُدايه، کۀ تا، د ګناهونو حساب کړے وے، اے مالِکه خُدايه، نو څوک ستا مخکښې ودرېدے شى؟

4 خو تا سره د معافۍ امکان شته دے، نو په دې وجه خُدايه، چې مونږ ستا په يره وپوهېږو.

5 زۀ د مالِک خُدائ انتظار کومه، او زما روح هم انتظار کوى، او زما اُميد د هغۀ په کلام باندې دے.

6 زما روح د مالِک خُدائ انتظار کوى، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى، آو، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى،

7 اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ اُميد ساتئ، د مالِک خُدائ مينه ابدى ده او هغۀ سره پوره خلاصون دے.

8 او هغه په خپله به د هغوئ د ټولو ګناهونو نه د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan