Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 129 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او يو کم دېرشم زبور
يروشلم ته د ختلو سرود

1 ”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،“ بنى اِسرائيل پرېږده چې داسې ووائى.

2 ”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے، خو هغوئ ما ته شکست نۀ دے راکړے.

3 زما دشمنانو زۀ دومره وهلے يم، لکه د يوه کوونکى په شان يې زما په ملا اوږدې پولې جوړې کړې دى.“

4 خو مالِک خُدائ صادق دے، او زۀ يې د شريرانو د رسۍ نه آزاد کړے يم.

5 هر څوک چې د صيون نه کرکه کوى، هغوئ به په شرم وشرميږى او شکست به وخورى.

6 هغوئ دې د چت د واښو په شان اوچ شى، کوم چې د غټېدو نه وړاندې اوچ شى.

7 د لَوګرو لاسونه دې پرې ډک نۀ شى، څوک ‎يې چې راټولوى نو د هغۀ غېږه دې پرې ډکه نۀ شى.

8 هغوئ څوک چې پرې تېريږى دا دې نۀ وائى، چې، ”د مالِک خُدائ برکت دې په تا وى، مونږ تا ته د مالِک خُدائ په نوم برکت درکوو.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan