Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 122 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او دوويشتم زبور
د حضرت داؤد يروشلم ته د ختلو سرود

1 ما به د هغوئ سره خوشحالى کوله چا چې به ما ته وئيل، ”راځئ چې د مالِک خُدائ کور ته ځو.“

2 اے يروشلمه اوس مونږ ستا په دروازو کښې ولاړ يُو.

3 يروشلم د هغه ښار په شان جوړ شوے دے، چې ټول ښار د يو بل پسې پيوسته جوړ شوے وى.

4 چرته چې د بنى اِسرائيلو قبيلې بره ورخېژى، د مالِک خُدائ قبيلې ورخېژى، چې د مالِک خُدائ د نوم ثناء ووائى، د هغه شريعت په مطابق چې بنى اِسرائيلو ته ورکړے شوے دے.

5 هلته د اِنصاف دپاره د عدالت تختونه قائم دى، د داؤد د خاندان تختونه قائم دى.

6 د يروشلم د سلامتيا دپاره دُعا وغواړه، ”او څوک چې کوى تا سره مينه آباد دې وى.

7 او ستا په دېوالونو کښې دې سلامتيا وى، او ستا په برجونو کښې دې امن او قرارى وى.“

8 زما د وروڼو او دوستانو په خاطر يې غواړم، ”په تا کښې دې امن او سلامتى وى،“ زۀ به دا وايم.

9 او زمونږ د مالِک خُدائ او خُدائ پاک د کور په خاطر يې غواړم، او زۀ به ستا خير خواه يم.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan