زبور 12 - Pakistani Yousafzai Pashtoدولسم زبور په شريره زمانه کښې د مدد دُعا د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د اتۀ تاريزه رباب د ساز سره وغږولے شو 1 اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مددګار شه، په تېزۍ سره پناه کيږى ستا نېک بنيادمان، ستا وفاداران دى د دې زمکې نه روان. 2 وائى دروغ په خپلو کښې يو بل ته ګاونډيان، په زړۀ کښې دوکه باز او په غوړو شونډو دى ګويان. 3 مالِکه تۀ په خپله دوئ نه پرې کړه غوړ شونډان دوئ نه هغه ژبې پرې کړه چې په لافو دى ګويان. 4 دوئ وائى چې، ”مونږ به په خپله ژبه هر څۀ حاصل کړُو، څوک مو د وينا نه ايسارولے شى چې مونږ خپلې شونډې استعمال کړُو؟“ 5 فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو، نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم، څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“ 6 د مالِک خُدائ وعدې دى پاکې، لکه سپين زر چې صفا شى اووۀ ځله په بټۍ کښې. 7 اے مالِکه خُدايه مونږ يُو په اطمينان چې به وساتې نسل د دروغژنو نه به کړې تل په حفاظت دا مظلومان. 8 خو په هر ځائ کښې ګرځيږى بدکاران ټول بدۍ ته په ښۀ سترګه ګورى انسانان. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society