Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 119 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او نولسم زبور د خُدائ په کلام کښې تسلى او نُور الف

1 بختور دى هغوئ د چا کارونه چې بې‌داغه وى څوک چې د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق چليږى.

2 بختور دى هغوئ څوک چې د هغۀ قانون ساتى او په خپل ټول زړۀ سره د هغۀ لټون کوى.

3 دوئ بې‌اِنصافه کارونه نۀ کوى، او دوئ د هغۀ په نقش قدم ځى.

4 مونږ ته تا د خپلو اصُولو په حقله حُکم وکړو چې هغه په پوره توګه ومنو.

5 کاش چې زما لارې پخې شى چې زۀ ستا شريعت د خپل ځان نه څرګند کړم.

6 نو بيا به زۀ شرمنده نۀ شم ځکه چې زۀ ستا په ټولو حُکمونو باندې عمل کوم.

7 زۀ به ستا په رښتينې زړۀ سره شُکر ادا کړم لکه څنګه چې زۀ ستا صادقه قانون زده کوم.

8 زۀ به ستا اصُول منم، په پوره توګه ما رد نۀ کړې.


بِت

9 په ځوانۍ کښې به څنګه يو کس خپل عمل پاک وساتى؟ څوک چې ستا د کلام په مطابق اوسيږى.

10 زۀ په پوره زړۀ سره ستا لټون کوم، ما مۀ پرېږده چې ستا د حُکمونو نه بې‌لارې شم.

11 ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم.

12 ټول ثناء صِفتونه تا ته دى اے مالِکه خُدايه، ستا اصُول ما ته را زده کړه.

13 زۀ په خپله خولۀ د هغوئ بيان کوم هغه ټول قوانين کوم چې ستا د خولې نه صادر شوى دى.

14 زۀ ستا په اصُول منلو خوشحاله يم لکه څنګه چې يو سړے په ډېر مال دولت خوشحاله وى.

15 زۀ ستا په تعليماتو باندې غور کوم او ستا د لارو احترام کوم.

16 زۀ ستا په اصُولو خوشحالېږم، او ستا کلام به زۀ نۀ هېروم.


جمل

17 خپل خِدمتګار سره ښۀ کوه نو زۀ به داسې ژوندے يم، او زۀ به ستا په کلام باندې عمل کوم.

18 سترګې مې پرانيزه چې زۀ ووينم او ستا د قانون عجيبه حقائق وګورم.

19 زۀ په دې زمکه مسافر يم، ما نه خپل حُکمونه مۀ پټوه.

20 زما ځان په غوښتو غوښتو ستړے شوے دے هر وخت ستا د قانون غوښتو دپاره.

21 تۀ کبرژن او لعنتيان رټې او هغوئ څوک چې ستا د حُکمونو نه اوړېدلى دى.

22 ما نه د هغوئ کينه او سپکوالے لرې کړه، ځکه چې زۀ ستا قانون منم.

23 تر دې چې بادشاهان رايوځائ کيږى او زما خلاف خبرې کوى، خو ستا خِدمتګار به ستا په قانون غور کوى.

24 ستا اصُول زما خوشحالى ده، او زما دپاره ښۀ نصيحت دے.


دالت

25 زۀ په خاورو کښې پروت يم، او په خپل کلام دې ما راژوندے کړه.

26 ما خپلې لارې تا ته ښکاره کړې او تا جواب راکړو، ما ته خپل اصُول راوښايه.

27 ما د خپل کلام په تعليماتو باندې پوهه کړه، نو ستا په عجيبه کارونو به بيا غور وکړم.

28 د غمه زما ځان کمزورے شوے دے، په خپل کلام دې ما له طاقت راکړه.

29 ما د دروغژنو لارو نه وساته، او د خپل شريعت په ښودلو کښې دې په ما مهربانى وکړه.

30 ما د رښتينوالۍ لاره خوښه کړې ده، او ستا شريعت مې په خپل زړۀ کښې ځائ کړے دے.

31 مالِکه خُدايه ستا اصُول مې راټينګ کړى دى، ما شرمېدو ته مۀ پرېږده.

32 زۀ ستا د شريعت په لار روان يم، ځکه چې تا زما زړۀ لوئ کړے دے.


هې

33 اے مالِکه خُدايه ما ته وښايه چې ستا په شريعت عمل وکړم، زۀ به تل په هغې باندې عمل کوم.

34 نو ما ته ستا په شريعت باندې پوهه راکړه نو زۀ به بيا پرې عمل کوم او په خپل ټول زړۀ سره به پرې عمل کوم.

35 ما د خپلو حُکمونو په لارو باندې روان کړه، او چې زۀ په کښې خپله خوشحالى پېدا کړم.

36 زما زړۀ دې د خپل شريعت طرف ته راوګرځوه او د مال دولت لالچ طرف ته يې مۀ ګرځوه.

37 زما نظر د بې‌کاره څيزونو نه واړوه، او د خپل کلام په مطابق دې ژوند راکړه.

38 خپله وعده دې د خپل خِدمتګار سره پوره کړه، هغه وعده چې تا د هغه چا سره کړې وه څوک چې تا نه يريږى.

39 د کومې بې‌عزتۍ نه چې يرېږم هغه زما نه اخوا کړه، ځکه چې ستا شريعت ښۀ دے.

40 زۀ ستا د تعليماتو څومره خواهشمند يم، او په خپل صداقت کښې دې زما ژوند تازه کړه.


واو

41 خپله ابدى مينه دې ما له راکړه اے مالِکه خُدايه، او د خپلې وعدې په مطابق دې خلاصون راکړه.

42 څوک چې ما ته پېغور راکوى نو بيا به زۀ جواب ورکړم، ځکه چې زۀ ستا په کلام باور کوم.

43 زما د خولې نه د حقيقت کلام مۀ اخله، ځکه چې ما خپل اُميد ستا په شريعت باندې وتړلو.

44 زۀ به هر وخت ستا د شريعت تابعدارى کوم، او د تل دپاره به يې منم.

45 زۀ به په آزادۍ سره ګرځم، ځکه چې ما خپل ځان ستا حُکمونو ته وقف کړے دے.

46 زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.

47 ستا په حُکمونو کښې زما خوشحالى ده ځکه چې زما ورسره مينه ده.

48 ستا حُکمونه مې خوښيږى او عزت يې کوم، او زۀ ستا په اصُولو باندې سوچ کوم.


زاين

49 خپل خِدمتګار ته دې خپله خبره راياده کړه، ځکه چې دا زما اُميد دے.

50 زما په سختۍ کښې هم دا زما تسلى ده، چې هم ستا وعده به ما ژوندے ساتى.

51 کبرژن زما د حد نه زيات سپکاوے کوى، خو زۀ به ستا د شريعت نه وانۀ وړم.

52 اے مالِکه خُدايه ستا پخوانے شريعت ما ته ياد دے، او زما په دې باندې تسلى کيږى.

53 زۀ بدکارانو ته ډيرې غصې راخستے يم، هغوئ چا چې ستا شريعت پرېښے دے.

54 ستا شريعت زما د سندرو مرکز دے په هر ځائ کښې چې زۀ اوسېدلے يم.

55 اے مالِکه خُدايه په شپه کښې زۀ ستا نوم يادوم، زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کوم.

56 دا زما چال چلن وو، چې ستا په قانون باندې عمل وکړم.


حيت

57 تۀ زما ميراث يې اے مالِکه خُدايه، ما دا وعده کړې ده چې ستا په شريعت به عمل کوم.

58 ما ستا د رضا په خپل ټول زړۀ سره لټون کړے دے. د خپلې وعدې په مطابق په ما مهربانه اوسه.

59 ما په خپلو لارو غور کړے دے او ما خپل قدمونه ستا قانون ته راګرځولى دى.

60 زۀ به زړۀ نا زړۀ او ځنډ نۀ کوم چې ستا حُکمونه ومنم.

61 هر څو کۀ بدعمله مې په پړو تړل غواړى، خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېروم.

62 په نيمه شپه راپاڅمه چې ستا شُکر ادا کړم ستا د صادقه شريعت دپاره.

63 هر څوک چې تا نه يريږى زۀ د هغوئ ټولو ملګرے يم، او د هغوئ ټولو هم څوک چې ستا په شريعت عمل کوى.

64 زمکه ستا د ابدى مينې نه ډکه ده اے مالِکه خُدايه، ما ته د خپل اصُول سبق راوښايه.


طيث

65 د خپل خِدمتګار سره دې ښۀ وکړل د خپل کلام په مطابق اے مالِکه خُدايه.

66 ما ته ښۀ عقل او پوهه راوښايه، ځکه چې زۀ ستا په حُکمونو باور کوم.

67 د دې نه وړاندې چې تکليف راورسيږى، بې‌لارې شوے وم، خو اوس ستا په کلام عمل کوم.

68 تۀ ښۀ يې او نېک کارونه کوې، ما ته دې خپل اصُول راوښايه.

69 کۀ څۀ هم چې مغرورانو په ما پورې دروغ تړلى دى، زۀ د خپل ټول زړۀ سره ستا اصُول ساتم.

70 د دوئ زړونه بې‌احساسه او بې‌رحمه دى، خو ستا په قانون کښې زۀ خوشحاله يم.

71 دا زما دپاره ښه وه چې په تکليف شوم نو دغه شان به زۀ ستا قانون زده کړم.

72 ستا د خولې خبره زما دپاره ډېر اهميت لرى په زرګونو د سپينو او سرو زرو سيکو نه.


يود

73 تا زۀ په خپلو لاسونو جوړ او تيار کړمه نو ما له پوهه راکړه چې ستا حُکمونه زده کړمه

74 هغه څوک چې تا نه يريږى دوئ دې خوشحالى وکړى کله چې ما وګورى ځکه چې ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے

75 زۀ په دې پوهېږمه اے مالِکه خُدايه چې ستا شريعت صادق دے او د خپلې وفادارۍ په وجه دې زۀ په تکليف کړے يمه

76 ستا نۀ ختمېدونکې مينه دې ما له تسلى راکړى د هغه وعدې په مطابق کومه چې تا د خپل خِدمتګار سره کړې ده

77 په ما رحم وکړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه ځکه چې ستا شريعت ما خوشحالوى

78 کبرژن دې په شرمونو وشرميږى برناحقه په ما دروغ وائى خو زۀ ستا په لارښودنو باندې غور او فکر کومه

79 ما ته دې راشى څوک چې تا نه يريږى هغوئ څوک چې ستا په شريعت پوهيږى

80 زما زړۀ دې ستا قانون منلو دپاره بې‌داغه وى نو داسې به زۀ ونۀ شرمېږمه.


کاپ

81 ستا د خلاصون په انتظار زما ځان کمزورے کيږى خو ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے

82 ستا د وعدې په انتظار مې سترګې ړندې شوې زۀ دا وايم چې، ”تۀ به ما له تسلى کله راکوې؟“

83 زۀ په لوګى کښې لکه د مشک په شان اوچ شوے يم. خو ستا اصُول نۀ هېرومه

84 ترڅو به ستا خِدمتګار انتظار کوى څوک چې زما سره زياتے کوى تۀ به کله سزا ورکوې

85 زما دپاره مغروران کنده جوړوى ځکه چې ستا د قانون مخالفت کوى

86 ستا ټول حُکمونه باورى دى زما مدد وکړه ځکه چې بې‌وجه ما خلق زوروى

87 زۀ خو دوئ تقريباً د زمکې نه ورک کړے يمه خو ستا اصُول ما پرېښودى نۀ دى

88 د خپلې وفادارې مينې په مطابق دې زما ژوند وساته نو زۀ به ستا د خولې په تعليماتو عمل وکړمه


لميد

89 اے مالِکه خُدايه ستا کلام ابدى دے او دا په آسمانونو کښې قائم دے

90 ستا وفادارى به په ټولو نسلونو کښې وى تا زمکه پېدا کړه چې تر اوسه لا قائمه ده

91 ستا شريعت تر نن ورځې پورې قائم دے نو ټول څيزونه ستا خِدمتګاران دى

92 کۀ چرې ستا شريعت زما خوشحالى نۀ وے نو زۀ به په خپل مصيبت کښې تباه شوے ومه

93 زۀ به هيڅکله هم ستا تعليمات نۀ هېرومه ځکه چې په دوئ باندې تا زما ژوند تازه ساتلے دے

94 ما بچ کړه ځکه چې زۀ ستا يمه ما ستا د تعليماتو لټون کړے دے

95 بدکاران زما د تباه کولو په انتظار کښې دى خو زۀ به ستا په قانون غور کومه

96 تر دې چې زۀ د هر يو کامِل کار څۀ حد وينمه خو ستا د حُکمونو څۀ حد نۀ وينمه.


ميم

97 خو ګوره زۀ ستا د قانون سره څومره مينه کومه او زۀ ټوله ورځ په دې سوچ کومه

98 ستا حُکمونه ما د خپلو دشمنانو نه ډېر هوښياروى ځکه چې هغه ما سره د تل دپاره دى

99 زۀ د خپلو ټولو اُستاذانو نه ډېر هوښيار يمه نو ځکه زۀ ستا په شريعت غور کومه

100 زۀ د مشرانو نه ډېره زياته هوښيارتيا لرمه ځکه چې زۀ ستا په شريعت عمل کومه

101 ما د هرې بدې لارې نه خپل قدمونه ساتلى دى نو چې زۀ ستا په کلام عمل وکړے شمه

102 زۀ ستا د شريعت نه جدا شوے نۀ يمه ځکه چې تا په خپله ما ته تعليم راکړے دے

103 ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے

104 ما عقل ستا د تعليماتو نه زده کړو نو په دې وجه د غلطو لارو نه نفرت کومه


نون

105 ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده

106 ما قسم خوړلے او په هغې ولاړ يم چې زۀ به ستا په صادق شريعت باندې عمل کومه

107 اے مالِکه خُدايه ما ډېر تکليفونه تېر کړل د خپل کلام په مطابق دې زما ژوند تازه کړه

108 اے مالِکه خُدايه زما د خولې نه د اخلاص نه ډک ثناء صِفت قبول کړه او د خپل شريعت تعليم دې ما ته راکړه

109 کۀ څۀ هم چې هر وخت خپل ژوند په خطره کښې اچومه خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېرومه

110 بدکارانو ما ته دام خور کړے دے خو بيا هم زۀ ستا د تعليماتو نه بې‌لارې نۀ شومه

111 ستا حُکمونه مې د تل دپاره ميراث دے دا زما د زړۀ خوشحالى ده

112 زما زړۀ ستا د حُکمونو په ساتلو بوخت دے او دا قانون به تر ابده پورې منمه


ساميخ

113 زۀ دوه مخيزه سړى نه کرکه کومه خو زۀ ستا قانون سره مينه کومه

114 تۀ زما پناه او زما ډال يې ما خپل اُميد ستا د کلام پورې تړلے دے

115 اے بدکارو خلقو ما نه لرې شئ چې زۀ د خپل خُدائ پاک په حُکمونو عمل وکړمه

116 د خپلې وعدې په مطابق دې ما سمبال کړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه او د خپل اُميد نه دې شرمنده نۀ شمه

117 ما ته سهاره راکړه نو زۀ به بچ شمه نو بيا به زۀ د تل دپاره ستا په شريعت غور کومه

118 تۀ هغوئ ټول رد کوې څوک چې ستا د شريعت نه اوړى او د هغوئ دوکه بلکل عبث ده

119 تۀ د دُنيا ټول بدعمله لکه د خزلې په شان غورزوې نو په دې وجه زۀ ستا قانون سره مينه کومه

120 ستا د يرې نه زما بدن رپى او زۀ ستا د عدالت نه يرېږمه


عېن

121 ما هغه څۀ وکړل څۀ چې صداقت او اِنصاف وى ما خپلو دشمنانو ته مۀ پرېږده

122 خپل خِدمتګار ته د ښۀ ژوند ضمانت ورکړه کبرژن مۀ پرېږده چې په ما ظلم وکړى

123 ستا خلاصون پسې سترګې مې ستړې شوې او ستا د رښتينې وعدې انتظار کومه

124 د خپل خِدمتګار سره دې د خپلې ابدى مينې په مطابق سلوک وکړه او د خپلو اصُولو تعليم دې ما ته راکړه

125 زۀ ستا خِدمتګار يم ما له پوهه راکړه چې زۀ ستا په قانون باندې پوهه شمه

126 اے مالِکه خُدايه اوس ستا د قدم اوچتولو دا وخت دے ځکه چې ستا قانون مات شوے دے

127 ځکه زۀ ستا د حُکمونو سره مينه کومه د سرو زرو نه زياته او د خالص سرو زرو نه زياته

128 او ځکه زۀ ستا ټول تعليمات صحيح ګڼمه او زۀ د هر يوې خطا لارې نه نفرت کومه


پې

129 ستا شريعت ښکلے دے نو ځکه زۀ په دې باندې عمل کومه

130 ستا د کلام تعليم نُور ورکوى او جاهلانو خلقو ته پوهه ورکوى

131 ستا د حُکمونو دومره تږے يمه چې د حُکمونو ارمانى دې يمه

132 ما ته راشه او په ما رحم وکړه څنګه چې تۀ تل د هغوئ سره مينه کوې، څوک چې ستا نوم سره مينه کوى

133 زما قدمونه ستا د کلام په لاره روان کړه او هيڅ قسمه ګناه دې په ما حکومت نۀ کوى

134 ما ته د انسان د ظلم زور نه خلاصون راکړه نو چې زۀ ستا په تعليماتو باندې عمل وکړمه

135 خپل د مخ رڼا دې په خپل خِدمتګار وځلوه او د خپل شريعت تعليم دې ما ته راکړه

136 د اوښکو سېلابونه مې د سترګو نه بهيږى ځکه چې ستا په شريعت باندې عمل نۀ کيږى


تصده

137 تۀ صادقه يې اے مالِکه خُدايه او ستا فېصلې د اِنصاف دى

138 کوم شريعت چې تا مقرر کړے دے هغه د صداقت نه ډک دے او هغه بلکل باورى دے

139 زما غېرت ما سوزوى ځکه چې زما دشمنانو ستا کلام هېر کړے دے

140 ستا کلام ډېر پاک دے نو ځکه ستا خِدمتګار د هغې سره مينه کوى

141 کۀ څۀ هم چې زۀ ورکوټے او حقير يمه خو زۀ ستا تعليمات نۀ هېرومه

142 ستا صداقت ابدى دے او ستا قانون رښتونے دے

143 غم او تکليف ما باندې راغلے دے خو ستا په حُکمونو کښې زما خوشحالى ده

144 ستا اصُول تر ابده صحيح دى ما له پوهه راکړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه


قوف

145 د خپل ټول زړۀ سره تا ته سوال زارى کومه جواب راکړه مالِک خُدايه زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کومه

146 زۀ تا ته سوال کومه ما بچ کړه چې زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کومه

147 سحر سبا راپاڅمه او د مدد دپاره تا ته سوال زارى کومه او زۀ ستا په کلام خپل اُميد تړمه

148 ټوله شپه زما سترګې کولاو وى چې زۀ ستا په وعدو باندې غور وکړمه

149 د خپلې مينې په مطابق دې زما آواز واوره د خپل رحم په مطابق دې زما ژوند بچ کړه اے مالِکه خُدايه

150 څوک چې بدې منصوبې جوړوى ما ته رانزدې دى خو دوئ ستا د شريعت نه لرى دى

151 خو اوس تۀ رانزدې يې اے مالِکه خُدايه او ستا حُکمونه ټول صحيح دى

152 ډېر د پخوا نه ما ستا د قانون نه زده کړى دى چې تۀ هغه همېشه دپاره قائم ساتې


ريش

153 زما مصيبت ته وګوره او ما بچ کړه ځکه چې ما ستا قانون هېر کړے نۀ دے

154 په عدالت کښې زما دفاع وکړه او آزاد مې کړه او د خپلې وعدې په مطابق دې زما ژوند وساته

155 خلاصون د بدعملو نه لرې دے ځکه چې هغوئ ستا د قانون لټون نۀ کوى

156 ستا رحم ډېر لوئ دے اے مالِکه خُدايه او د خپل شريعت په مطابق دې زما ژوند بچ کړه

157 زما دشمنان ډېر دى څوک چې ما ازاروى خو زۀ ستا د شريعت نه اوړېدلے نۀ يم

158 زۀ بې‌ايمانانو ته سپک ګورمه ځکه چې دوئ ستا په کلام عمل نۀ کوى

159 او ګوره زۀ ستا د حُکمونو سره څومره مينه کومه د خپلې ابدى مينې په مطابق دې زما ژوند بچ کړه اے مالِکه خُدايه

160 ستا ټول کلام رښتونے دے او ستا ټول صادق کلام ابدى دے


ش

161 بادشاهان بې‌وجې ما ازاروى خو زما زړۀ ستا په کلام د يرې نه درزيږى

162 زۀ ستا په وعدو کښې خوشحالى کومه لکه څوک چې پېدا کړى لويه خزانه

163 زۀ دروغ بد ګڼم او ترې نه نفرت کومه خو زۀ ستا قانون سره مينه کومه

164 په ورځ کښې زۀ اووۀ ځله ستا ثناء وايمه ځکه چې ستا ټول شريعت د اِنصاف دے

165 هغوئ په لوئ امن کښې دى څوک چې ستا قانون سره مينه کوى او هيڅ څيز به هغوئ له تيندک ورنۀ کړى

166 زۀ ستا د خلاصون په انتظار يم اے مالِکه خُدايه او زۀ ستا په حُکمونو باندې عمل کومه

167 زۀ ستا په تعليماتو باندې عمل کومه ځکه چې زۀ ورسره ډېره مينه لرمه

168 زۀ ستا تعليماتو شريعت باندې عمل کومه ځکه چې تۀ خبر يې زما د ټولو کارونو نه


تو

169 زما سوال زارى دې تا ته درورسيږى اے مالِکه خُدايه د خپل کلام په مطابق دې ما له پوهه راکړه

170 زما خواستونه دې تا ته درورسيږى د خپل کلام په مطابق دې ما له ژوند راکړه

171 زما په ژبه دې ستا ثناء صِفت وى ځکه چې تا ما ته خپل قانون ښودلے دے

172 زما ژبه دې ستا د کلام سندرې ووائى ځکه چې ستا ټول حُکمونه صادق دى

173 ستا لاس دې هر وخت زما د مدد دپاره تيار وى ځکه چې ما ستا شريعت غوره کړے دے

174 ستا د خلاصون زۀ ارمانى يمه اے مالِکه خُدايه او زۀ ستا په شريعت کښې خوشحاله يمه

175 ما ته ژوند راکړه ترڅو ستا ثناء صِفت وکړمه او ستا قانون دې ما وساتى

176 زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بې‌لارې شوے يمه خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه ځکه چې ما هېر کړى نۀ دى ستا حُکمونه.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan