زبور 118 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو سل او اتلسم زبور 1 د مالِک خُدائ شُکر وباسئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى. 2 بنى اِسرائيل دې داسې ووائى، ”د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.“ 3 د هارون خاندان دې داسې ووائى، ”د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.“ 4 هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، دې ووائى، ”د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.“ 5 ما په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى وکړه، هغۀ زما سوال قبول کړو او زۀ يې آزاد کړم. 6 مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى. 7 مالِک خُدائ زما مل دے او هغه زما مددګار دے، زۀ به د خپلو دشمنانو په شکست خوشحالى وکړم. 8 دا ښۀ ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، د دې په ځائ چې په بنيادم توکل وکړم. 9 دا بهتره ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، نه چې په شهزادګانو توکل وکړم. 10 زۀ ټولو قومونو راګېر کړم، خو د مالِک خُدائ په نوم مې هغوئ مات کړل. 11 زۀ هغوئ د هر طرف نه راګېر کړم، خو د مالِک خُدائ په نوم مې هغوئ مات کړل. 12 هغوئ زما نه لکه د مچو په شان راتاو شُو، لکه د ازغو د اور په شان زر هلاک شُو، خو د مالِک خُدائ په نوم مې هغوئ مات کړل. 13 هغوئ ما له سخته ديکه راکړه چې راپرېوځم، خو مالِک خُدائ زما مدد وکړو، 14 مالِک خُدائ زما سندره او طاقت دے، هغه زما خلاصونکے جوړ شوے دے. 15 د خوشحالۍ او د کاميابۍ چغې د صادقانو په خېمو کښې اورېدے شى، ”د مالِک خُدائ ښى لاس زورَور کارونه کړى دى. 16 د مالِک خُدائ ښے لاس ډېر اوچت دے، د مالِک خُدائ ښى لاس زورَور کارونه کړى دى.“ 17 زۀ به نۀ مرم خو ژوندے به يم، او هغه څۀ چې مالِک خُدائ کړى دى بيانوم. 18 مالِک خُدائ ما ته سخته سزا راکړه، خو زۀ هغۀ مرګ ته حواله نۀ کړم. 19 هغۀ ما دپاره د صداقت دروازې پرانستې دى، زۀ به په کښې وردننه شم او د مالِک خُدائ شکريه به ادا کړم. 20 دا د مالِک خُدائ دروازه ده، په کومه به چې صادقان ورداخل شى. 21 زۀ به ستا شُکر ادا کړم، ځکه چې تا ما ته جواب راکړے دے، تۀ زما خلاصونکے جوړ شوې. 22 کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے دے، هم هغه کاڼے د ګوټ سر کاڼے جوړ شوے دے. 23 دا کارونه مالِک خُدائ کړى دى، دا زمونږ په خيال حېرانوونکے منظر دے. 24 دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ جوړه کړې ده، نو راځئ چې خوشحالى وکړُو، او په کښې خوشحاله اوسو. 25 اے مالِکه خُدايه مونږه بچ کړه، اے مالِکه خُدايه مونږ ته کاميابى راکړه. 26 بختور دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى. د مالِک خُدائ د کور نه مونږ ستاسو برکت غواړُو. 27 مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے، هغۀ خپله رڼا په مونږ باندې وځلوله، قربانۍ راولئ او په پړو يې د قربانګاه ښکرونو سره وتړئ. 28 تۀ مې خُدائ پاک يې او زۀ به ستا شُکر ادا کړم، تۀ مې خُدائ پاک يې زۀ به ستا لوئى بيان کړم. 29 د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society