زبور 116 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو سل او شپاړسم زبور 1 د مالِک خُدائ سره مينه کوم ځکه چې هغۀ زما سوال زارى اورېدلې ده، هغۀ زما سوال زارى د رحم دپاره اورېدلې ده. 2 ځکه چې هغه اوس په ما خيال ساتى او خپل غوږ يې ما ته راړولے دے، ترڅو چې زۀ ژوندے يم زۀ به هغۀ نه سوال کوم. 3 د مرګ پړو راګېر کړے يم، د قبر سخته په ما راغلې ده، زۀ په خپل خفګان او تکليفونو کښې ډوب شوم. 4 نو ما بيا د مالِک خُدائ په نوم چغه کړه، چې، ”اے مالِکه خُدايه ما بچ کړه.“ 5 مالِک خُدائ مهربانه او صادق دے، زمونږ خُدائ پاک پوره رحيم دے. 6 مالِک خُدائ ساده زړۀ لرونکى خلق بچ کوى، کله چې زۀ ډېر سخت حاجتمند ومه هغۀ زۀ بچ کړم. 7 نو زما روحه يو ځل بيا خپل آرام ته راشه، ځکه چې مالِک خُدائ ما سره ښۀ دے. 8 خو تا په خپله اے مالِکه خُدايه زما روح د مرګ نه بچ کړو، زما سترګې دې د اوښکو نه اوچې کړې، زما پښې دې د تيندک خوړلو نه بچ کړې. 9 نو بيا به زۀ د مالِک خُدائ په وړاندې، د ژوندو په مُلک کښې وګرځم. 10 نو زما دا ايمان وو نو ځکه ما ووئيل چې، ”زۀ ډېر په تکليف کښې يم.“ 11 او ما په خپله مايوسۍ کښې دا ووئيل چې، ”ټول انسانان دروغژن دى.“ 12 نو زۀ به څنګه مالِک خُدائ له د هغې بدل خلاص کړم، د هغۀ د ټولو هغه ښېګړو چې ما سره يې کړى دى. 13 زۀ به د خلاصون جام اوچت کړم، او زۀ به د مالِک خُدائ په نوم سوال زارى وکړم. 14 زۀ به د مالِک خُدائ سره خپلې ټولې وعدې پوره کړم، د هغۀ د ټولو خلقو په وړاندې به خپلې وعدې پوره کړم. 15 د مالِک خُدائ په نظر کښې د هغۀ د مقدسينو مرګ ډېر اهم دے. 16 اے مالِکه خُدايه په رښتيا سره ستا خِدمتګار يم، لکه ستا د وينځې د زوئ په شان زۀ ستا خِدمتګار يم، تا زۀ د زنځيرونو نه آزاد کړے يمه. 17 زۀ به تا ته د شُکر ګزارۍ قربانى وکړم، او د مالِک خُدائ په نوم به دُعا وغواړم. 18 زۀ به د مالِک خُدائ سره خپلې ټولې وعدې پوره کړم، د هغۀ د ټولو خلقو په وړاندې به خپلې وعدې پوره کړم. 19 د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې يروشلمه ستا په مينځ کښې مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society