Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 115 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او پينځلسم زبور

1 مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى، ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.

2 قومونه ولې وائى چې، ”د دوئ پاک خُدائ چرته دے؟“

3 زمونږ پاک خُدائ په آسمان کښې دے، هر هغه څۀ کوى چې څۀ د هغۀ خوښ وى.

4 خو د هغوئ بُتان د سرو او سپينو زرو دى، چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.

5 د هغوئ خولې شته خو خبرې پرې کولے نۀ شى، سترګې يې هم شته خو پرې ليدلے نۀ شى.

6 د هغوئ غوږونه شته خو پرې اورېدلے نۀ شى، پوزې يې هم شته خو پرې بويولے نۀ شى.

7 د هغوئ لاسونه هم شته خو پرې څۀ محسوسولے نۀ شى، د هغوئ پښې هم شته خو پرې ګرځېدلے نۀ شى، خو هيڅ قسمه آواز د مرۍ نه ويستلے نۀ شى.

8 چا چې دا جوړ کړى دى نو د هغوئ په شان به شى، او بيا هم هغوئ ټول، څوک چې پرې يقين لرى.

9 اے بنى اِسرائيلو په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ، هغه ستاسو ډال دے او ستا مدد کوى.

10 اے د هارون خاندانه په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ، هغه ستاسو ډال دے او مدد کوى.

11 اے تاسو چې د هغۀ نه يره کوئ په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ، هغه ستاسو ډال دے او مدد کوى.

12 مالِک خُدائ ته مونږ ياد يُو او برکت به راکړى، هغه به د بنى اِسرائيلو خاندان له برکت ورکړى، هغه به د هارون خاندان له برکت ورکړى.

13 هغه به هغه چا له برکت ورکړى څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، لويو او واړو ټولو ته به يو شان ملاويږى.

14 مالِک خُدائ دې تاسو زيات کړى، تاسو او ستاسو د بچو نسل دې زيات کړى.

15 مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى، څوک چې د آسمان او زمکې خالق دے.

16 اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، خو زمکه يې انسان له ورکړې ده.

17 مړى خو د مالِک خُدائ ثناء صِفت نۀ کوى، هغوئ څوک چې لاندې خاموشۍ طرف ته روان وى.

18 خو مونږ يُو چې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوُو، په دواړه وختونو کښې اوس هم او د تل دپاره هم لوئى بيانوو، د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan