Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 114 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او څوارلسم زبور د مالِک خُدائ عجيبه کارونه

1 کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه بهر راووتل، او د يعقوب خاندان چې د پردى مُلک نه راووتل،

2 يهوداه د خُدائ مقدس ځائ شو، او اِسرائيل د خُدائ پاک د بادشاهت ځائ شو.

3 کله چې بحرِقُلزم دوئ وليدل نو لار يې ورته پرېښوده، او د اُردن سيند واپس شو او خپل ځائ ته لاړو،

4 غرونو لکه د ګډانو په شان منډې کړې، او غونډو لکه د ګډورو په شان منډې کړې.

5 اے سمندره دا څۀ چل وو چې تا هغوئ ته لار پرېښوده، تۀ ولې واپس شوې اے د اُردن سينده،

6 غرونو تاسو ولې لکه د ګډانو په شان منډې کړې؟ او تاسو اے غونډو ولې لکه د ګډورو په شان منډې کړې؟

7 د مالِک خُدائ په راتلو سره اے زمکې په لړزان شه، د يعقوب د پاک خُدائ په حضور کښې په لړزان شه،

8 چا چې د ګټ نه د اوبو تالاب جوړ کړو، او سخت ګټ نه يې د اوبو چشمه جوړه کړه.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan