زبور 113 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو سل او ديارلسم زبور 1 مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى. اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ. 2 د مالِک خُدائ نوم ته دې ثناء صِفت وى، د اوس نه تر ابده پورې. 3 د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې، د مالِک خُدائ د نوم ستائينه دې وى. 4 مالِک خُدائ په ټولو قومونو کښې اوچت دے، او د هغۀ جلال پاس په آسمانونو کښې دے. 5 زمونږ د مالِک خُدائ خُدائ پاک په شان بل څوک دے، هغه څوک چې پاس په آسمان کښې په تخت ناست دے. 6 څوک چې خپل ځان په دې عاجزوى چې آسمانونو او زمکې ته لاندې ګورى. 7 هغه غريبان د خاورو نه اوچتوى، او هغه حاجتمند د ايرو نه اوچتوى. 8 هغوئ د شهزادګانو سره کښېنوى، او تر دې هغوئ د خپلو شهزادګانو سره کښېنوى. 9 هغه شنډې ښځې په خپلو کورونو کښې داسې خوشحالوى، لکه يوه خوشحاله د بچو مور چې وى. مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society