Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 112 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او دولسم زبور

1 د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، بختور دى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په حُکمونو په عمل کولو ډېر خوشحاله وى.

2 د هغوئ اولاد به په زمکه زورَور خلق شى، د صادقانو نسل به بختور کړے شى.

3 دولت او مالدارى به د هغۀ په کور کښې وى، او د هغۀ صداقت به د تل دپاره وى.

4 کۀ څۀ هم په تيارۀ کښې صادقانو ته رڼا ځليږى، څوک چې مِهربانه زړۀ سواندى او صادق وى.

5 مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بې‌لالچه قرض ورکوى، او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.

6 په يقين سره هغه به ونۀ خوځولے شى، صادق سړے به تل يادولے شى.

7 هغه به د بد خبر نه نۀ يريږى، د هغۀ زړۀ قائم دے او په مالِک خُدائ باندې پوره توکل کوى.

8 د هغۀ زړۀ مطمئن دے او هغه به نۀ يريږى، او په آخر کښې به په خپلو ټولو دشمنانو کاميابى حاصله کړى.

9 هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى، او د عزت سره به د هغۀ سترګې اوچتيږى.

10 بدکاران چې دا ګورى نو غصه کيږى، او هغوئ به خپل غاښونه چيچى او ورک به شى، د بدکارانو ارمانونه به پوره نۀ شى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan