Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 111 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او يوولسم زبور

1 د خُدائ ثناء ووايئ. زۀ به په خپل ټول زړۀ سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم، کله چې زۀ د هغۀ د نېکو خلقو سره په جماعت کښې مِلاو شم.

2 د مالِک خُدائ کارونه ډېر لوئ دى، څوک چې په دې فکر کوى نو په هغې کښې خوشحاله دى.

3 د هغۀ کارونه د جلال او لويئ نه ډک دى، او د هغۀ صداقت د تل دپاره ‎پاتې وى.

4 د هغۀ معجزې به خلق تل يادې ساتى، زمونږ مالِک خُدائ بخښونکے او مهربان دے.

5 د هغۀ نه چې څوک يريږى هغوئ ته رزق ورکوى، هغه خپل لوظ د تل دپاره ياد ساتى.

6 هغۀ خپلو خلقو ته د خپلو کارونو زور ښودلے دے، او هغوئ ته يې د نورو قومونو زمکې ورکړى دى.

7 د هغۀ د لاس ټول کارونه په اِنصاف او ښۀ دى، او د هغۀ ټول اصُولونه اعتبارى دى.

8 او هغه تر ابده قائم پاتې کېدونکى دى، او دا ټول په وفادارۍ او صداقت سره شوى دى.

9 هغۀ د خپلو خلقو دپاره کفاره ورکړه، هغۀ خپل لوظ تر ابده پورې قائم کړو، د هغۀ نوم مقدس دے او شان او شوکت لرى.

10 د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده، هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے، د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan