زبور 11 - Pakistani Yousafzai Pashtoيوولسم زبور په خُدائ پاک توکل د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور 1 زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم. تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم، 2 ګوره بدعمله خپله لينده راکاږى او غشى ويشتو ته برابروى، او د پټ ځائ نه په نېکانو باندې يې ورَوى. 3 هرکله چې بنيادونه ورانولے شى، نو رښتونى خلق به څۀ وکړے شى؟“ 4 مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، هم اوس مالِک خُدائ د خپل آسمانى تخت نه بادشاهى کوى. هر يو انسان هغه په خپله د نزدې نه ګورى، او په زمکه هر يو کس آزمائى. 5 مالِک خُدائ صادقان او بدکاران دواړه معلوموى، هغه د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې ظلمونه خوښوى. 6 هغه به په بدکارانو او شريرانو بَل سکارۀ او تاودۀ ګوګړ ورَوى، په سوزونکو هواګانو سره ورته سزا ورکوى. 7 بېشکه صادق مالِک خُدائ د اِنصاف سره مينه کوى، او نېکان خلق به د هغۀ د مخ ديدن کوى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society