زبور 109 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو سل او نهم زبور د يو زورېدلى سړى فرياد د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور 1 اے پاکه خُدايه، د چا چې زۀ ثناء صِفت کوم، تۀ خاموشه مۀ پاتې کېږه، 2 ځکه چې بدعملو او دوکه بازو زما خلاف خپله خولۀ خلاصه کړې ده، او دوئ زما په حقله دروغ وائى. 3 د نفرتونو ګېره يې زما نه راتاو کړې ده، دوئ هيڅ بېهيڅه په ما حمله کړې ده. 4 زما د مينې په بدل کښې يې په ما اِلزامونه ولګول، خو زۀ د هغوئ دپاره دُعا کوم. 5 زما د ښو په بدله کښې ما سره بد کوى، دوئ زما د مينې په بدله کښې ما نه نفرت کوى. 6 اے خُدايه، تۀ په دوئ باندې خراب خلق مقرر کړه چې دوئ ملامته کړى، په دۀ اِلزام لګونکے دې د دۀ ښى لاس ته ودريږى. 7 او هغه دې په عدالت کښې مجرم وګرځولے شى، او د هغۀ دُعاګانې دې ورته په ګناه حساب شى. 8 او د هغۀ عُمر دې لنډ شى، د هغۀ د مشرۍ مقام دې نورو خلقو ته حواله شى. 9 د هغۀ بچى دې يتيمانان شى د هغۀ ښځه دې کونډه شى. 10 د هغۀ بچى دې ملنګان او خيرماران شى، او د خپلو ورانو کنډرو نه دې وويستلے شى. 11 قرضخوا دې د هغۀ نه هر څۀ واخلى، او د هغۀ د مزدورۍ مېوه دې پردى خلق لوټ کړى. 12 هغۀ سره دې څوک ښېګړه ونۀ کړى او نۀ دې څوک د هغۀ په يتيمانانو بچو رحم وکړى. 13 په دُنيا کښې دې د هغۀ نسل ختم شى، او په راتلونکى نسل کښې دې د هغۀ نوم ختم شى. 14 مالِک خُدائ دې د هغۀ د پلار نيکۀ ګناهونه نۀ هېروى، او نۀ دې د هغۀ د مور ګناهونه وروبخښى. 15 او د هغوئ ګناهونه دې د تل دپاره د مالِک خُدائ په وړاندې وى، نو چې دغه شان د هغوئ يادګار د زمکې نه ورک کړى. 16 ځکه چې هغۀ کله په چا باندې د رحم کولو سوچ هم نۀ دے کړے، خو تل د غريب او حاجتمند او د مايوسه د مرګ بندوبست کوى. 17 د هغۀ د لعنت کولو سره مينه وه خو دا دې په هم دۀ راواپس شى، د هغۀ برکت ورکول نۀ خوښېدل نو برکت دې هغۀ نه لرې شى. 18 لعنت يې لکه د جامو اغوستے وو، دا د دۀ بدن ته لکه د اوبو ورننوتے وو، او هډوکو ته يې لکه د تېلو ورننوتے وو. 19 د چُوغې په شان دې دا لعنت هم د دۀ نه راتاو شى، او د کمربند په شان دې د تل دپاره د ملا نه تاو وى. 20 څوک چې په ما اِلزام لګوى هغوئ ته دې دغه سزا ورکړى، او هغوئ ته هم څوک چې زما غېبت کوى. 21 خو تۀ، اے قادر مطلق مالِکه خُدايه، د خپل نوم په خاطر دې هم ما سره ښۀ وکړه، او د خپلې مينې د ښۀوالى په خاطر دې هم ما بچ کړه. 22 ځکه چې زۀ غريب او ضرورتمند يم، او زړۀ په ما کښې دننه زخمى دے. 23 زۀ لکه د مازيګر د سورى په شان په ختمېدو يم، او زۀ لکه د مُلخ په شان شړلے شوے يم. 24 زما ګوډې د روژو په وجه کمزورې شوې دى، او زما نه د هډوکو تشه ډانچه جوړه شوې ده. 25 زۀ د خپلو دشمنانو د خندا شوم، کله چې هم ما ګورى نو خپل سرونه خوځوى. 26 اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه ما سره مدد وکړه، د خپلې ابدى مينې په خاطر ما بچ کړه. 27 هغوئ ته دې معلومه شى چې دا ستا لاس وو، چې دا هر څۀ تا وکړل اے مالِکه خُدايه. 28 دوئ به لعنت کوى خو تۀ به برکت ورکوې، کله چې دوئ حمله وکړى نو تۀ به يې وشرموې، خو ستا خِدمتګار به خوشحاله وى. 29 په ما اِلزام لګونکى دې په شرم پټ شى شرم کښې دې د چُوغې په شان پټ شى. 30 زۀ به په خپله ژبه د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم، او زۀ به په لويه ډله کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړم. 31 ځکه چې هغه د حاجتمندو مددګار دے، چې د هغه چا نه يې وساتى څوک چې دوئ مجرموى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society