Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 108 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو سل او اتم زبور
د حضرت داؤد يو زبور

1 اے مالِکه خُدايه، زما زړۀ په تا مضبوط دے، زۀ به په خپل ټول ځان سره ستا حمد او سرود وايم.

2 اے سريندې او ربابه پاڅه، زۀ به په خپلو سندرو سره سحر راپاڅوم.

3 اے مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ثناء په قومونو کښې بيان کړم، د خلقو مينځ کښې به دې حمدونه وايم.

4 ځکه چې ستا ابدى مينه لويه او د آسمانونو دپاسه ده، او ستا وفادارى تر آسمانونو پورې ده.

5 اے پاکه خُدايه، پاس په آسمانونو دې ستا لوئى وى، او ستا جلال دې د ټولې زمکې دپاسه وى.

6 مونږ دې په خپل ښى لاس سره بچ کړه او زمونږ مدد وکړه، او د چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ بچ کړه.

7 خُدائ د خپل مقدس ځائ نه کلام وکړو، ”په خوشحالۍ سره به شِکم تقسيم کړم او د سُکات دره به ناپ تول کړم.

8 جِلعاد زما دے او منسى هم زما دے، اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده.

9 موآب زما د وينځلو ښانک دے او هغه به زما خِدمتګار وى، او زۀ په ادوم باندې خپلې څپلۍ پاکوم، او زۀ به په فلستيه مُلک باندې د کاميابۍ چغه وهم.“

10 ما به څوک د برجونو ښار ته راولى؟ څوک به ما ته په ادوم باندې کاميابى راکړى؟

11 اے پاکه خُدايه، مونږ تا رد کړى يُو څۀ زمونږ د لښکرو سره نور نۀ ځې څۀ؟

12 د دشمن خلاف زمونږ مدد وکړه، ځکه چې د بنى آدم امداد بې‌فائدې دے.

13 د خُدائ پاک په مدد سره به مونږ ګټه وکړُو، او هغه به زمونږ دشمن چخڼى کړى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan