زبور 101 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو سل او يو زبور د بادشاه وعدې د حضرت داؤد يو زبور 1 زۀ به ستا د مينې او اِنصاف سرود ووايم، او زۀ به تا ته مالِک خُدايه د ثناء سرود ووايم. 2 زۀ به احتياط کوم چې بېداغه ژوند تېر کړم، خو تۀ به زما د مدد دپاره کله راځې؟ او زۀ به په خپل کور کښې په صفا زړۀ ژوند تېروم. 3 کوم څيزونه چې فاسد وى زۀ به ورته نۀ ګورم. د بېايمانانو د کارونو نه به نفرت کوم، او زۀ به د هغوئ سره کار نۀ ساتم. 4 او د چا چې وى زړونه کاږۀ ما نه به لرې وى، او زۀ به د بدۍ سره هيڅ کار نۀ ساتم. 5 څوک چې پټ کوى د خپلو ګاونډيانو غېبتونه، زۀ به هغه چپ کوم. د چا چې سترګې کبرژنې او مغروره وى، هغه سړے به زۀ نۀ برداشت کوم. 6 زما سترګې به په دُنيا کښې د ايماندارو په لټون شى، چې هغوئ ما سره اوسيږى. د چا کردار چې بېداغه وى نو هغوئ به زما خِدمت کوى. 7 زما په کور کښې به دوکه مار ته د اوسېدو اجازت نۀ وى، او دروغژن به زما په حضور کښې ودرېدلے نۀ شى. 8 هر سحر به زۀ هغه بدکاره چې په مُلک کښې مې اوسيږى تباه کوم، زۀ به هر بدعمله د مالِک خُدائ د ښار نه ورک کړم. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society