Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 1 - Pakistani Yousafzai Pashto


اول زبور رښتينې خوشحالى

1 نو هغه بختور دے او بختور به وى څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى، په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى، د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.

2 خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى، شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.

3 نو هغه به د داسې ونې په مثال وى، کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى، مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى پاڼې يې تل شنې وى او په ‎ژوندون کښې کاميابه وى.

4 خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى، د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.

5 نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى، ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.

6 بې‌شکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan