Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

متلونه 9 - Pakistani Yousafzai Pashto


نهم باب د کم عقلو دپاره د پوهې دعوت

1 پوهې خپل کور جوړ کړے دے، او خپل ځان دپاره يې اووۀ ستنې تراشلې دى.

2 هغې خپله غوښه تياره کړې ده او مے يې يو ځائ کړى دى، او دسترخوان يې هم خور کړے دے.

3 هغې خپله وينځه ورولېږله او هغه د ښار د اوچتو ځايونو نه آوازونه کوى.

4 ”څوک چې ساده ګان وى هغوئ ټول دې دلته راشى.“ او هغه هغوئ ته وينا کوى څوک چې ناپوهه وى،

5 ”راشئ، زما خوراک وخورئ او هغه مے وڅښئ کوم چې ما ګډ کړى دى.

6 خپله ساده لار پرېږدئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ، او د پوهې په لار تلل وکړئ.“

7 هر څوک چې د مسخره کوونکى اصلاح کوى نو د خپلې بې‌عزتۍ دعوت ورکوى، هر څوک چې د شرير د شرارت نه ممانعت کوى، نو خپل ځان به سپک کړى.

8 نو تۀ کله هم د مسخره کوونکى رټنه مۀ کوه هغه به ستا نه نفرت کوى، هوښيار ته تنبيه ورکړه هغه به تا سره مينه کوى.

9 هوښيار ته لارښودنه وکړه نو هغه به نور هم هوښيار شى، صادق ته تعليم ورکړه نو هغه به د دې نه نور تعليم هم زده کړى.

10 د مالِک خُدائ يره د حِکمت شروع ده، د مقدس ذات پېژندګلو د پوهې اصليت دے.

11 نو زما په وجه به ستا د ژوند ورځې ډيرې شى، او ستا د عمر سره به نور کلونه سېوا شى.

12 کۀ چرې تۀ حِکمت لرې نو هغه به تا له فائده درکړى، او کۀ تۀ مسخره کوونکے يې نو صرف تا ته به د هغې نقصان مِلاو شى.

13 کم عقله ښځه سرتېزه وى، هغه بې‌ادبه او بې‌علمه وى.

14 د هغې کور د ښار په لوړ ځائ کښې دے. د دروازې سره ناسته وى،

15 او څوک چې په خپله لاره سيدها تېريږى نو هغوئ ته آوازونه ورکوى.

16 ”اے ساده خلقو ټول دلته راشئ.“ هغه ټولو ناپوهو ته وينا کوى،

17 ”د غلا اوبۀ خوږې وى، هغه روټۍ چې په پټه خوړلے شى خوندوره وى.“

18 خو دوئ لږ هم په دې نۀ پوهيږى چې د هغې ښځې په کور کښې صرف مرګ دے، څوک هم چې د هغې په کور کښې مېلمانۀ شوى دى نو هغوئ اوس د تورو خاورو لاندې دى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan