متلونه 5 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځم باب د زنا نه ځان ساتل 1 زما زويه، زما پوهې ته توجو ورکړه، او زما د حِکمت خبرو ته ښۀ غوږ ونيسه. 2 نو بيا به تۀ تميز حاصل کړې، او ستا شونډې به عِلم او حِکمت محفوظوى. 3 ځکه چې د زناکارې ښځې د شونډو نه شات راڅاڅى. او د هغې خبرې د تېلو نه زياتې نرمې دى، 4 خو په آخر کښې هغه د ګنډير په شان ترخه، او د دوه مخيزې تُورې په شان تيره ده. 5 د هغې پښې د مرګ په طرف روانې دى، او د هغې قدمونه سيدها د قبر طرف ته لارښودنه کوى. 6 هغه د ژوند د لارې په حقله سوچ نۀ کوى، د هغې لارې کږې وږې دى، خو هغه پرې نۀ پوهيږى. 7 نو بيا اوس زما زويه، ما ته غوږ ونيسه. او زۀ چې درته څۀ وايم نو د هغې نه مۀ اوړه. 8 د داسې ښځې نه ځان لرې ساته. او چې د هغې د کور دروازې ته هم ورنزدې نۀ شى 9 هسې نه چې خپل عزت نورو ته ورکړې او بېعزته شې. او د خپل ژوند واګې د ظالمانو رحم و کرم ته وسپارې، 10 هسې نه چې پردى ستا په مال مزې وکړى، او ستا د ژوند محنت د بل چا کور مالا مال کړى. 11 او د خپل عمر په آخر کښې به تۀ زبيرګى او فريادونه کوې، هرکله چې ستا غوښې او بدن خوړين شى، 12 نو تۀ به ووائې، ”ما د اصلاح نه څومره نفرت کولو. او څومره به زما زړۀ اصلاح کول رټل، 13 ما به د خپلو اُستاذانو تابعدارى نۀ کوله، او نۀ به مې خپلو لارښودونکو ته غوږ نيولو. 14 نو زۀ د تباهۍ په غاړه ولاړ يم، او په ډېرو خلقو کښې وشرمېدم.“ 15 د خپلې ذخيرې اوبۀ څښه، او صرف د خپلې ښځې سره کوروالے کوه لکه څنګه چې د خپل کوهى نه روانې اوبۀ څښې. 16 دا مناسب ده چې ستا چينې په کوڅو کښې، او ستا د اوبو لختى په چوکونو کښې وبهيږى؟ 17 نو دا دې يواځې ستا وى، کله دې هم د پردو سره شريک نۀ شى. 18 ستا چينې دې برکتى شى، د خپلې ښځې سره خوشحاله اوسه چې ستا په ځوانۍ کښې ورسره وادۀ شوے وو، 19 چې هغه د يوې ښُکلې مينه ناکې او مهربانه هوسۍ په شان ده نو د هغې د بدن ښُکلا دې تا معمور کړى، او تۀ دې هر وخت د هغې د مينې غلام يې. 20 زما زويه نو تۀ دې ولې د يوې زناکارې ښځې په مينه کښې راګېر يې؟ او تۀ ولې د بل سړى د ښځې سره يو ځائ کېږې او غاړه غټۍ کېږې؟ 21 نو د انسان په ټولو لارو د مالِک خُدائ نظر دے، او هغه په خپله د هغۀ د ټولو لارو څارنه کوى. 22 د شرير شرارت هم د هغۀ دپاره دام دے. او د هغۀ د ګناه رسۍ هغه کلک رانيسى. 23 هغه به د خپل تربيت د کموالى په وجه مړ شى، او د خپل کم عقلتوب په سبب بېلارې شوے دے. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society