Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

متلونه 23 - Pakistani Yousafzai Pashto


درويشتم باب شپږم نصيحت

1 کله چې تۀ يو حاکِم سره روټۍ خوړلو ته کښېنې، نو دا په ذهن کښې راوله چې ستا وړاندې څۀ دى.

2 په خپله مرۍ چاړۀ کېږده کۀ تۀ زيات خوړونکے يې.

3 د هغۀ د مزېدار خوراک ډېر خواهش مۀ کوه، ځکه چې دا دوکه ورکوونکے خوراک دے.


اوؤم نصيحت

4 خپل ځان په مالداره کولو مۀ ستړے کوه. دومره هوښيار شه چې د داسې کولو نه ځان ساتې.

5 ستا دولت به د سترګو په رپ کښې فنا شى، او خپلې وزرې به پرانيزى او د باز په شان به آسمان ته والوځى.


اتم نصيحت

6 د يو شوم سړى روټۍ مۀ خوره او د هغۀ د مزيدارو خوراکونو ارمان مۀ کوه.

7 هغه داسې سړے دے چې همېشه د خرچ سوچ کوى، هغه تاسو ته وائى چې، ”راشئ ما سره وخورئ وڅښئ.“ خو هغه د زړۀ نه دا خبره نۀ کوى.

8 ځکه چې تاسو څۀ خوړلى وى هغه به په پوزه باقۍ کړئ او ستاسو ټولې ښُکلې خبرې به بې‌فائدې شى.


نهم نصيحت

9 يو کم عقل ته خبرې مۀ کوه، هغه به ستا د حِکمت خبرې سپکې ګڼى.


لسم نصيحت

10 په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بې‌ځايه کوه او مۀ د يتيمانو په زمکه باندې قبضه کوه.

11 ځکه چې د هغوئ بچ کوونکے زورَور دے او هغه به ستاسو خِلاف د هغوئ د مقدمې طرفدارے وکړى.


يوولسم نصيحت

12 خپل زړۀ تربيت ته حواله کړه او خپل غوږونه د حِکمت خبرو ته نيسه.


دولسم نصيحت

13 د خپل اولاد تربيت مۀ پرېږده. کۀ تۀ هغوئ ته په چوکه سزا ورکړې نو هغوئ به د دې نه مړۀ نۀ شى.

14 هغۀ ته په چوکه سزا ورکړئ او هغه به د عالمِ ارواح نه بچ کړئ.


ديارلسم نصيحت

15 زما زويه، کۀ تۀ عقلمند يې، نو زما زړۀ به خوشحاله وى.

16 دننه روح به په ما کښې په ټوپونو شى کله چې تۀ رښتيا خبرې کوې.


څوارلسم نصيحت

17 خپل زړۀ مۀ پرېږده چې د ګناهګارو سره حسد وکړى، خو د مالِک خُدائ نه هر وخت په يره کښې اوسه.

18 په يقين سره ستا دپاره په راتلونکى وخت کښې اُميد شته دے او ستا اُميد به نۀ ختميږى.


پينځلسم نصيحت

19 زما زويه، ما ته غوږ ونيسه، هوښيار اوسه، او خپل زړۀ په صحيح لار باندې قائم وساته.

20 د شرابيانو سره ناسته پاسته مۀ کوه، او د خېټورو سره مۀ ګرځېږه.

21 ځکه چې شرابيان او خيټور به غريبانان شى. او ډېر خوب به هغوئ ته شلېدلې جامې ورواغوندى.


شپاړسم نصيحت

22 خپل پلار ته غوږ نيسه، چا چې تا له ژوند درکړے دے، او د خپلې مور بې‌عزتى مۀ کوه کله چې هغه بوډۍ شى.

23 حقيقت حاصل کړه او دا مۀ خرڅوه، او حِکمت، تربيت او پوهه حاصله کړه.

24 د صادق سړى پلار ډېر خوشحاله وى، هغه څوک چې هوښيار زوئ لرى په هغۀ باندې فخر کوى.

25 ستا مور او پلار دې خوشحالى وکړى، او هغه دې خوشحالى وکړى چا چې تۀ زيږولے يې.


اوولسم نصيحت

26 زما زويه، خپل زړۀ ما ته راکړه او ما ته وګوره او په خوشحالۍ سره زما په طريقو باندې عمل وکړه.

27 ځکه چې کنجره د ژورې کندې په شان وى او زناکاره د تنګ کوهى په شان وى.

28 هغوئ د ډاکوانو په شان په انتظار کښې ناستې وى او بې‌وفا سړى زياتوى.


اتلسم نصيحت

29 څوک دى چې وير کوى؟ څوک دى چې غمژن دى؟ څوک دى چې جګړه کوى؟ څوک دى چې شکايت کوى؟ څوک دى چې هسې زخمونه لرى؟ څوک دى چې سرې سترګې لرى؟

30 دا هغوئ دى څوک چې په مےخانو کښې وخت تېروى، او د رنګارنګ ميو پيالۍ څښى.

31 ميو ته مۀ ګوره کله چې دا سرۀ وى او کله چې په پياله کښې شُغلې وهى او په آسانه سره تېريږى.

32 په آخر کښې دا لکه د مار چيچل کوى او لکه د منګور په شان زهريله وى.

33 ستا سترګې به عجيبه او رنګارنګ څيزونه ګورى، او ستا ذهن به د ګډوډو څيزونو تصور کوى.

34 تۀ به په خيال کښې د هغه چا په شان يې څوک چې د سمندر دپاسه اودۀ وى، او د چپو دپاسه پروت ټالۍ وهى.

35 نو تۀ خپل ځان ته وائې، ”هغوئ زۀ ووهلم، خو زۀ خوږ نۀ شوم، هغوئ زۀ وټکولم، خو ما ته پته ونۀ لګېدله. کله چې زۀ راويښ شم نو زۀ به د څښلو دپاره نور شراب هم پېدا کړم.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan