متلونه 22 - Pakistani Yousafzai Pashtoدوويشتم باب 1 نېک نامى د ډېر مال دولت نه غوره ده، عزت د سرو او سپينو زرو نه بهتر دے. 2 مالداره او غريب دواړه يو شان دى، مالِک خُدائ د دواړو خالق دے. 3 هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترېنه ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګى او بيا مصيبت کښې راګېر شى. 4 عاجزى او د مالِک خُدائ نه يرېدل، انسان ته مال دولت، عزت او ژوند ورکوى. 5 د بدکارانو په لار کښې ازغى او دامونه وى، خو په چا چې خپل ځان ګران وى نو هغه د دوئ نه ځان بچ ساتى. 6 ماشوم په صحيح لار روان کړه، دے چې لوئ هم شى د هغې نه به وانۀ وړى. 7 مالداره په غريبانانو باندې حکومت کوى، او قرض اخستونکے د قرض ورکونکى غلام وى. 8 کۀ څوک نا اِنصافى کَرى نو مصيبت به وريبى، او د هغۀ د کبر کاسه به نسکوره شى. 9 بختور دى هغوئ څوک چې سخاوت کوى، ځکه چې هغوئ غريبانان مړوى. 10 پېغور کوونکے کس وشړه، دې سره به جنګ جګړې ختمې شى، بحث مباحثه او سپکاوے هم ورسره ختميږى. 11 څوک چې په زړۀ صفا وى او خوږې خبرې کوى، نو بادشاه به هم د هغۀ دوست شى. 12 د مالِک خُدائ نظر په عالمانو باندې وى، خو هغه د بېوفا خلقو منصوبې ورانوى. 13 ناراسته وائى، ”بهر زمرے دے. کۀ چرې بهر ووځم نو هغه به مې په لار کښې ووژنى.“ 14 د زناکارې ښځې خولۀ د ژورې کندې په شان ده، چا ته چې مالِک خُدائ په قهر شوے وى هغه به په کښې ورغورزيږى. 15 د ماشومانو زړۀ د کم عقلتوب نه ډک وى، خو د وهلو چوکه د هغوئ نه دا عادت وکاږى. 16 څوک چې په غريبانانو باندې ظلم کوى د دې دپاره چې مالداره شى او هغه څوک چې اميرانو ته تحفې ورکوى نو دا دواړه به غريب شى. د عقلمندۍ دېرش مثالونه 17 د هوښيارانو خبرو ته غوږ کېږده او هغې ته پام وکړه او زما تعليم د زړۀ نه قبول کړه. 18 نو دا به تا خوشحاله کړى کۀ تۀ دا په خپل زړۀ کښې ياد ساتې او دا په خپلو شونډو هر وخت يادوې. 19 زۀ نن تا ته تعليم درکوم دا چې ستا ايمان په مالِک خُدائ باندې پېدا شى. 20 ما ستا دپاره دېرش خبرې ليکلې دى په کومو کښې چې عِلم، او نصيحت دے. 21 او زۀ به تا ته رښتيا او د اعتماد وړ خبرې دروښايم، ترڅو چې قابل اعتماد جواب ورکولے شې هغه چا ته چا چې تۀ رالېږلے يې. اول نصيحت 22 د غريبانانو د غريبۍ نه غلطه فائده مۀ اخله، او په عدالت کښې د حاجتمندو حق مۀ خوره. 23 ځکه چې مالِک خُدائ به په خپل لاس کښې د دوئ مقدمه واخلى او هغوئ به لوټ کړى، چا چې دوئ لوټ کړى وى. دوېم نصيحت 24 د غصه ناکو سره دوستانه مۀ کوه، او د قهرژنو سره ناسته مۀ کوه. 25 هسې نه چې تۀ د هغوئ عادتونه زده کړې او خپل ځان په مصيبت کښې راګېر کړې. درېم نصيحت 26 د چا په ځائ د ضمانت لاس مۀ ورکوه او مۀ د قرض ذمه وارى اخله. 27 کۀ تۀ هغوئ له دا قرض ورنۀ کړے شې هغوئ به راشى او تۀ چې په کوم کټ اودۀ کېږې نو هغه به درنه يوسى. څلورم نصيحت 28 په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بېځايه کوه کوم چې ستا پلار نيکۀ اېښے وى. پينځم نصيحت 29 تۀ داسې يو کس وينې، څوک چې په خپل کار کښې ماهر وى؟ هغه به د عامو خلقو خِدمت نۀ کوى، خو د بادشاهانو خِدمت به کوى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society