Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

متلونه 21 - Pakistani Yousafzai Pashto


يويشتم باب

1 د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.

2 هر سړى ته خپلې ټولې لارې په خپل نظر کښې صحيح ښکارى، خو مالِک خُدائ د زړُونو جاج اخلى.

3 صداقت او اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانۍ نه زيات خوښوى.

4 مغروره سترګې او مغرور زړۀ د بدعملو چراغ او ګناه ده.

5 د محنتى انسان منصوبې د آبادۍ باعث ګرځى، خو په يقين سره جلد بازى انسان د غربت سره مخ کوى.

6 کوم مال دولت چې په دروغژنه ژبه وګټلے شى نو دا د ختمېدونکى دوند او وژونکى دام په شان دے.

7 بدکاران به د خپل ظلم زياتى په وجه جارُو شى، ځکه چې هغوئ د هر هغه کار نه اِنکار کوى کوم چې صحيح وى.

8 د ګناه ګار لاره کږه وږه وى، خو د پاکانو لاره نېغه وى.

9 دا بهتره ده چې د کوټې دپاسه په يو ګوټ کښې ځانله ژوند کوى نه چې په کور کښې د ژبه ورې ښځې سره اوسيږى.

10 بدکاره انسان د بدۍ خواهشمند وى، د هغۀ ګاونډيان هم هيڅ قِسمه رحم د هغۀ نه نۀ وينى.

11 کله چې يو مسخره کوونکى ته سزا ورکړے شى، نو ساده هم ترې نه عقل زده کړى، خو کله چې د هوښيار لارښودنه وشى، نو هغه ترې نه نور عِلم حاصلوى.

12 صادقه خُدائ هغه هر څۀ وينى کوم چې د بدکاره په کور کښې کيږى، او په بدکاره به هغه تباهى راولى.

13 کۀ يو سړے د غريب ژړا فرياد ته خپل غوږونه بند کړى، نو د هغۀ خپله ژړا فرياد به څوک نۀ اورى.

14 په پرده کښې تحفه ورکول غصه نرموى، په پټه رشوت ورکول انسان د غټ قهر نه ساتى.

15 هرکله چې اِنصاف وشى، نو په دې صادق خوشحاليږى، خو بدکاره ترې نه يريږى.

16 څوک چې د حِکمت د لارې نه بې‌لارې شى، نو هغه به د مړو په ډله کښې شمار شى.

17 څوک چې د عياشۍ سره مينه کوى نو هغه به غريب شى، څوک چې د ميو او غوړو زېړو سره مينه کوى هغه به مالداره نۀ شى.

18 د صادقانو په ځائ بدکاران سزاوار شو، او د هغوئ په ځائ د نافرمانو فديه ورکړے شوه.

19 د جنګ ببره او سرتېزه ښځې سره د اوسېدو نه په صحرا کښې اوسېدل ښۀ دى.

20 د هوښيارانو په کور کښې ښۀ خوراکونه ډېر تير وى، خو کم عقل چې څۀ ګټى هغه څټى.

21 څوک چې صداقت او شفقت پسې ګرځى، هغه به ژوندون، آبادى او عزت پېدا کړى.

22 يو هوښيار انسان په يو طاقتور ښار حمله کولے شى، او هغه قوى دېوالونه راغورزولے شى په کومو چې هغوئ ملا تړى.

23 څوک چې خپله خولۀ او ژبه په قابو کښې ساتى، خپل ځان د مصيبت نه خلاصوى.

24 مغروره او ځان ښولے سړے چې مسخره کوونکے يې نوم دے، هغه هر کار د تکبر سره کوى.

25 د ناراسته خواهش هغه د مرګ طرف ته بوځى، ځکه چې هغه د کار کولو نه اِنکار کوى.

26 ټوله ورځ دے د نورو خواهش کوى، خو نېکان تل په سخاوت کښې لګيا وى.

27 د بدکاره د قربانۍ نه مالِک خُدائ کرکه کوى، نو د هغې نه به نور څومره کرکه کوى کومه چې په بدنېتۍ سره کيږى.

28 دروغژن ګواه به تباه شى، او څوک چې رښتيا وائى هغه به د تل دپاره خبرې کوى.

29 يو بدکاره انسان خپل ځان تکړه ښائى خو صادق انسان په خپلو لارو باندې سوچ کوى.

30 هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.

31 آس د جنګ د ورځې دپاره تيارولے شى، خو کاميابى د مالِک خُدائ په لاس کښې ده.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan