Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

متلونه 20 - Pakistani Yousafzai Pashto


شلم باب

1 مے انسان نه مسخره کوونکے جوړوى او د شراب څښل د شر او فساد جرړه ده، هر هغه څوک چې په دې راواوړى نو هغه هوښيار نۀ دے.

2 د بادشاه غصه لکه د زمرى د غړمبېدو په شان وى، هر هغه څوک چې دے غصه کړى نو خپل ژوند په خطره کښې اچوى.

3 د جنګ نه لرې کېدل انسان ته عزت ورکوى، خو هر کم عقل زر جنګ کوى.

4 ناراسته په صحيح موسم کښې قُلبه نۀ کوى نو د لو په وخت کښې هغۀ سره هيڅ نۀ وى.

5 د انسان د زړۀ منصوبه د ډوبو اوبو په شان ده، خو هوښيار سړے ترې نه دا بهر راوباسى.

6 ډېر خلق د وفادارۍ دعوې کوى، خو وفادار يو هم نۀ پېدا کيږى.

7 صادقه انسان نېک ژوند تېروى او د هغۀ راروان نسل بختور وى.

8 کله چې يو بادشاه د عدالت دپاره په تخت کښېنى، خو هغه په خپله د ټولو بدو تول کوى.

9 څوک دا وئيلے شى چې، زما زړۀ صفا دے او زۀ پاک او بې‌ګناه يم؟

10 د غلط تول او غلط ناپ دواړو نه مالِک خُدائ نفرت کوى.

11 ماشومان هم په خپل کردار پېژندلے شى، دا چې ولې د دوئ کردار پاک او ښۀ دے او کۀ نه.

12 غوږونه چې اورېدل او سترګې چې ليدل کوى مالِک خُدائ دا دواړه جوړ کړى دى.

13 خوب سره مينه مۀ کوه ځکه چې غريب به شې، بېدار اوسه نو تا سره به د خوراک دپاره هر څۀ ډېر تير وى.

14 اخستونکى تل دا شکايت کوى چې، ”دا ښۀ نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے،“ نو بيا هغه لاړ شى او وائى چې، ”دا سودا مې ډېره ښۀ واخسته.“

15 سرۀ زر او لعلونه زيات پېدا کيږى، خو هغه شونډې چې د عقلمندۍ خبرې کوى نايابه زيورات دى.

16 هر څوک چې د پردى کس د قرض ذمه وارى اخلى نو ضمانت ترې نه واخله، ضمانت ترې نه واخله کۀ چرې دۀ دا کار د پردى کس دپاره کړے وى.

17 د غلا روټۍ خوږه وى، خو دا په خولۀ کښې په باجرۍ بدليږى.

18 د نصيحت په رڼا کښې منصوبې جوړوه، د جنګ نه وړاندې ښۀ مشوره کوه.

19 غېبت راز څرګندوى، نو د هغه کس نه ځان ساته څوک چې مشروټى کوى.

20 کۀ يو انسان چرې په خپل مور پلار لعنت کوى، د هغۀ د ژوند چراغ به په توره تيارۀ کښې ختم شى.

21 کوم ميراث چې انسان ته زر حاصل شى، نو په آخره کښې به هغه دۀ ته د برکت ذريعه نۀ وى.

22 داسې مۀ وايه چې، ”د دې بدو انتقام به زۀ په خپله اخلم.“ مالِک خُدائ ته صبر وکړه هغه به ستا بدله واخلى.

23 مالِک خُدائ د غلط تول نه نفرت کوى، او د غلطى تلې استعمال بد کار دے.

24 د انسان قدمونه اخستل مالِک خُدائ په خپله مقرر کړى دى، نو بيا به څنګه يو کس په خپله لار پوهه شى؟

25 خپل ځان په بې‌سوچه نذر منلو سره خُدائ ته مۀ راګېروه، نو بيا کله چې وروستو په هغې باندې فکر کوى.

26 هوښيار بادشاه بدکاران په غاښۍ ولى، او په هغوئ باندې غوبل کوى.

27 د مالِک خُدائ رڼا د انسان د روح لټون کوى، او هغه د هغوئ په ځان کښې دننه لټون کوى.

28 مينه او وفادارى يو بادشاه محفوظ ساتى، د مينې په وجه د هغۀ تخت به مدام قائم وى.

29 د ځوانانو عزت او جلال د دوئ طاقت دے، سپين وېښتۀ د بوډاوالى شان و شوکت دے.

30 زخمونه او دردونه بدکارى لرې کوى، وهل انسان دننه نه صفا کوى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan