متلونه 2 - Pakistani Yousafzai Pashtoدوېم باب د حِکمت فائدې 1 زما زويه، کۀ تۀ زما خبرې ومنې او زما حُکمونه په زړۀ کښې محفوظ کړې، 2 او د عقل خبرو ته غوږ ونيسې او خپل زړۀ د هوښيارتيا طرف ته مائل کړې، 3 نو بيا د پوهې طلب کوه او د حِکمت دپاره په تېزه نعرې ووهه. 4 تۀ د دوئ داسې تلاش وکړه لکه د سپينو زرو چې کوې او يا يې داسې لټون وکړه لکه چې د پټې خزانې کوې. 5 نو بيا به تۀ د مالِک خُدائ په يره باندې پوهه شې او د خُدائ پاک عِلم به حاصل کړې. 6 ځکه چې مالِک خُدائ عقل او حِکمت ورکوى، او د هغۀ د خولې نه عِلم او پوهه راوځى. 7 هغه د نېکو خلقو دپاره د عقلمندۍ خزانې ساتى، هغه د هغه چا دپاره ډال دے د چا کردار چې بېداغه وى. 8 هغه د اِنصاف کوونکو د لارو ساتنه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى. 9 نو تۀ به په دې پوهه شې چې څۀ ښۀ او د اِنصاف او مناسب دى. او تۀ به د ژوند نېغه لار بيامومې. 10 نو تۀ به عقلمند شې او ستا عِلم او پوهه به ستا روح ته خوشحالى ورکړى. 11 تميز به په تا نظر ساتى او پوهه به ستا حِفاظت کوى. 12 عقل به تا د بدکاره خلقو نه ساتى، او د هغوئ نه چې د چا خبرې چې غلطې دى، 13 چا چې صحيح لاره پرېښې ده او په تيارو کښې تلل کوى، 14 څوک چې د خرابو کارونو په کولو خوشحاليږى او د بدعملو په شرارت خوشحالى کوى، 15 او دغه کسان په کږو وږو سر دى او د هغوئ چال چلن د ټګۍ دے. 16 نو هغه به تا د بدکارې ښځې نه وساتى، د هغې زناکارې نه څوک چې په خوږو خبرو تا دوکه کول غواړى، 17 چا چې خپل د ځوانۍ د وخت خاوند پرېښے دے او خپل لوظ يې هېر کړو کوم يې چې د خُدائ پاک په وړاندې کړے وو. 18 د هغې کور ته تلل مرګ ته دعوت دے، او د هغې د کور لار د قبر لار ده. 19 څوک چې هغې له ورشى نو هغه بيا نۀ راواپس کيږى او هغه بيا هيڅکله د ژوند په لاره راتلے نۀ شى. 20 نو بيا تۀ د ښو خلقو په طريقو تلل کوه او د صادقانو په لارو کښې پاتې شه. 21 نو نېکان به په مُلک کښې اوسيږى، او بېداغه خلق به په کښې پاتې شى. 22 خو بدعمله به د هغه مُلک نه وشړلے شى، او غداران به ترې د بېخ نه وويستلے شى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society