متلونه 18 - Pakistani Yousafzai Pashtoاتلسم باب 1 بېخونده کس هر څۀ د خپلې خوښې په مطابق کوى، او د هرې صحيح فېصلې مخالفت کوى. 2 کم عقل د پوهې نه خوند نۀ شى اخستے، خو هغه په خپلو نظريو څرګندولو خوشحاليږى. 3 کله چې بدکارى راشى نو رسوائى هم راځى، او د شرم سره سپکوالے راځى. 4 د انسان د خولې خبرې لکه ژورې اوبۀ دى، او د حِکمت چينه لکه بهېدونکې وله ده. 5 دا ښۀ خبره نۀ ده چې د مجرم طرفدارے وشى يا بېګناه د اِنصاف نه محروم شى. 6 د کم عقل خبرې جنګ جوړوى، او خپل ځان وهلو ته جوړوى. 7 د کم عقل خولۀ د هغۀ خپله تباهى ده، او د هغۀ خبرې د هغۀ د خپل ځان دام دے. 8 د غېبت کوونکى خبرې لکه د خوندور خوراک په شان وى، دا بلکل د سړى دننه بدن ته کوزيږى. 9 څوک چې په خپل کار کښې سست وى هغه لکه د هغه ورور په شان دے څوک چې تباهى راولى. 10 د مالِک خُدائ نوم مضبوطه قلعه ده، صادقان هلته منډه وهى او په حفاظت کښې وى. 11 د مالداره دولت د هغوئ دپاره د مضبوط ښار په شان وى او په دې خيال چې دا به د هغوئ د حفاظت يو اوچت دېوال وى. 12 د تباهۍ نه وړاندې د انسان زړۀ کښې کبر وى، خو د عزت نه وړاندې عاجزى راځى. 13 څوک چې د خبرې اورېدو نه مخکښې جواب ورکوى، دا د هغۀ کم عقلتوب دے او د هغۀ شرم دے. 14 د انسان روح بيمارى هم برداشت کولے شى، خو مات روح به څوک وزغمى؟ 15 هوښياران تل د عِلم حاصلولو په لټون کښې وى، او د هغوئ غوږونه د عِلم زده کولو دپاره تيار وى. 16 تحفه د انسان دپاره لار خلاصوى، او د هغۀ لاس تر غټو خلقو پورې رسوى. 17 څوک چې په عدالت کښې خپله دعوىٰ اول پېش کړى نو هغه صحيح ښکارى ترڅو چې بل څوک راشى او هغۀ نه تپوسونه شروع کړى. 18 په پچې اچولو جنګونه ختميږى، او د مضبوطو مخالفينو په مينځ کښې جنګ ختموى. 19 د يو خفه شوى ورور رضا کول د يو مضبوط ښار د فتح کولو نه سخت وى، او لانجې د قلعې دروازو ته اړمونه اچوى. 20 د خپلې خولې په مېوه انسان خپله خېټه مړه کړى او د خپلو شونډو په فصل هغه مطمئن شى. 21 په ژبه کښې د مرګ او ژوند طاقت شته دے، او څوک چې دې سره مينه کوى هغوئ ته به يې نتيجه مِلاو شى. 22 چا ته چې ښۀ ښځه مِلاو شوه دا د هغۀ دپاره خزانه ده، او هغه ورته د مالِک خُدائ د خوا نه برکت دے. 23 غريب سړے د رحم دپاره مِنت زارى کوى، خو مالداره سړے په سختۍ سره جواب ورکوى. 24 ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society