متلونه 17 - Pakistani Yousafzai Pashtoاوولسم باب 1 د سکون سره سپوره روټۍ بهتره ده د هغې کور نه چې په کښې ښۀ خوراکونه د لانجو سره وى. 2 يو هوښيار نوکر به د مالِک په شرمېدلى زوئ باندې حُکم چلوى، او په ميراث کښې به ورته حِصه هم لکه د يو ورور په شان مِلاو شى. 3 سرۀ زر او سپين زر په اور معلومولے شى، خو زړونه مالِک خُدائ معلوموى. 4 بدکاره انسان خرابو خبرو ته غوږ نيسى او دروغژن غېبت ته توجو ورکوى. 5 هر هغه څوک چې په غريبانانو پورې خندا کوى، نو د هغۀ د خالِق بېعزتى کوى او هر هغه څوک چې د چا په بدبختۍ خوشحاليږى نو دے به هم بېسزا پاتې نۀ شى. 6 نمسى د خپلو مشرانو دپاره تاج وى، او ماشومان په مور پلار فخر کوى. 7 کۀ هوښيارې خبرې د يو کم عقل دپاره نامناسبه وى، نو د يو بادشاه دپاره به دروغژنې شونډې څومره نامناسبه وى. 8 رشوت د ورکوونکى دپاره د جادو په شان وى، ځکه هغه چې هر څۀ کوى نو کاميابيږى. 9 هر هغه څوک چې د نورو خطاګانې معاف کوى نو مينې ته وده ورکوى، خو هر هغه څوک چې يوه خبره بار بار تکراروى نو نزدې دوستان سره جدا کوى. 10 يو هوښيار کس په يو ځل تنبيه کولو سره دومره زيات متاثره کيږى، نه چې يو کم عقل په سلو کوړو. 11 بدکاره صرف سرکشۍ پسې ليونى وى، خو دوئ ته به سخته سزا مِلاو شى. 12 دا بهتره ده چې د هغې مېلوګى سره دې واسطه راشى چې بچى ترې چا پټ کړى وى په ځائ د دې چې يو بېوقوفه په خپل کم عقلتوب ټينګار کوى. 13 کۀ چرته يو انسان د ښو په بدل کښې بد کوى، نو د هغۀ د کور نه به هيڅکله بدى ختمه نۀ شى. 14 د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه. 15 بدعمله کس پرېښودل، او بېګناه له سزا ورکول، مالِک خُدائ د دې دواړو کارونو نه نفرت کوى. 16 په کم عقل د خرچې کولو څۀ فائده نشته، ځکه چې هغه په خپله د عقل زده کولو خواهش نۀ کوى. 17 دوست په هر وخت کښې مينه کوى، او ورور هغه دے چې په مصيبت کښې په کار راشى. 18 څوک چې کم عقل وى خپل لاس د ګاونډى په ځائ په ضمانت کښې بل له ورکوى. 19 هر هغه څوک چې د جنګ جګړو سره مينه کوى د ګناه سره مينه کوى، هر هغه څوک چې په لوړه ګرځى نو تباهۍ له دعوت ورکوى. 20 هر څوک چې بد ګُمانه وى نو هغه به برکت ونۀ مومى، د چا ژبه چې دوکه ماره وى په مصيبت کښې به راګېر شى. 21 د چا په کور کښې چې بېوقوفه زوئ پېدا شى نو په کور کښې غم او پرېشانۍ راولى، د بېوقوفه د پلار دپاره خوشحالى نشته. 22 خوشحاله زړۀ د ټول بدن دپاره ښۀ دوائى ده، خو مات زړۀ هډُوکى هم اوچوى. 23 بدکاران په پټه رشوت اخلى د اِنصاف په لاره کښې دوئ مداخلت پېدا کوى. 24 د يو پوهه انسان مقصد د عقل حاصلول وى، خو د بېوقوفه لټون بېمقصده وى. 25 کم عقل زوئ د خپل پلار د غم باعث وى، او د تريخوالى باعث د هغه چا دپاره وى د چا نه چې پېدا وى. 26 يو بېګناه له سزا ورکول ښۀ خبره نۀ ده، او نۀ يو شريف له د هغۀ د شرافت په وجه کوړې ورکول ښۀ خبره ده. 27 يو هوښيار ډيرې کمې خبرې کوى، او يو پوهه کس نرمې خبرې کوى. 28 تر دې چې يو کم عقل هم هوښيار ګڼلے شى کله چې دے غلے وى، او تميزدار ښکارى کۀ چرې دے خپله خولۀ بنده ساتى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society